ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1159

د امنیت شورا له لوري غزه کې د بېړني اوربند مسودې د تصویب په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په غزه کې د عاجل اوربند د مسودې د تصویب هرکلی کوي او د دې ترڅنګ د حماس او په ټوله کې د فلسطیني ولس د هغه موقف، چې د اوربند د دوام، د ټولو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو د بېرته ستنېدلو، د غزې ښار د بیارغولو او محاصرې ختمولو غوښتنه کوي، تایید او ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید هر څه ژر په غزه کې د اوربند پلي کول یقیني کړی، او د روان بحران مخه ونیسي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا او بانفوذه هېوادونو غږ کوي، چې له پرېکړه ليکونو هاخوا د فلسطينيانو د نسل وژنې د مخنيوي له پاره عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطیني قضیې د اساسي حل لپاره عادلانه لارې چارې ولټوي.

شیخ نور محمد ثاقب: سږ کال د افغان حاجیانو لپاره ۳۰ زره سهمیه ټاکل شوې

د حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نور محمد ثاقب د ۱۴۴۵ هـ ق کال د افغان حاجیانو سهمیې او لګښتونو معلومولو په تړاو خبري کنفرانس کې ویلي، چې سږ کال له سعودي عربستان څخه د افغانستان لپاره دیرش ۳۰ زره د حج سهمیه اخیستل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې راکړل شوې سهمیه په شفافه او عادلانه توگه په ټول هېواد کې د حج په متقاضیانو وېشل شوې ده.

د ښاغلي ثاقب په وینا؛ د حاجیانو د لېږد او رالېږد په موخه له اریانا افغان امارتي او کام ایر خصوصي هوایي شرکتونو سره قراردادونه شوي دي.

دغه‌راز د حج پروسې لپاره هر اړخیز اړین تدابیر او چمتووالی نیول شوی دی.

شیخ نور محمد ثاقب ویلي، چې د حج او اوقافو وزارت هېواد کې د ستر دیني بسنټ په توګه هېوادوالو ته دیني خدمتونه وړاندې کوي او هوډ لري، چې د الله جل جلاله په مرسته د مناسبو، چټکو او تجربه شوو معاصرو لارو څخه په استفادې سره د ارشادي او اوقافي برخو سر بېره د حج د سترې دینې فریضې او ملي بین المللي پروسې په برخه کې هم غوره او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

د حج او اوقافو سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې د حج پروسې د ښه مدیریت په موخه هېواد کې د ننه له ټولو امارتي وزارتونو او ادارو او سعودي عربستان کې له اړوند ارګانونو سره د تللي پلاوي له لوري په لوړه سطحه همغږي رامنځته شوې ده.

شیخ نور محمد ثاقب د سږني حج د لګښتونو په تړاو ویلي؛ سږ کال د حج لګښت ۳ زره ۸۶۵ ډالر او ۹۸ سنټه اټکل شوی، چې ۲۷۷ زره ۶ افغانۍ او ۷۴ پوله کېږي.

دغه‌راز د اهل تشیع هېوادوالو د حج لګښت د ۵۰ ډالرو په توپیر سره ۳زره ۹۱۵ ‌ډالر او ۹۸ سنټه ، چې ۲۸۰ زره ۵۸۹ افغانۍ او ۳۶ پوله کېږي اټکل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ سږ کال د تېر کال په پرتله د حج په لګښتونو کې په کافي اندازه کموالی راغلی دی.

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر کال کې ۱۸۰ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په تېر ۱۴۰۲ یم کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.

 د دې ولایت خلک له ورزش سره تر زیاتې کچې مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکاري او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي پروګرامونه ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفریح زمینه برابره کړې ده.

 په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۲۵ فدراسیونونه فعالیت کوي او په مختلفو برخو کې په ۳۴ کلپونو کې ورزشکاران ورزش ترسره کوي.

 د میدانو وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸۰ لویې او وړې ورزشي پروګرامونه ترسره شوې دي، چې ۷۵ یې په مرکز او ۱۰۵ یې په ولسوالیو کې نیول شوې.

د دې ترڅنګ چې د یاد ولایت ورزشي امریت د المپیکي ورزشونو په برخه کې کار کړی دی، همدارنګه یې د ملي، دودیزو او عنعنوي لوبو د بیا را ژوندي کېدو په برخه کې هم پوره هڅه کړې، چې ښه بېلګه یې د ۱۴۰۲ کال د وزلوبې په پینځم پړاو لیګ کې د وزلوبې لوبډلې ګډون و.

 د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په روان کال کې د کارکوونکو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې په موخه په مختلفو برخو کې څلور سیمینارونه هم وړاندې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د ایران فرهنګي اتشې لیدنه؛ د لاسي صنایعو په پراختیا خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له فرهنګي اتشې ډاکټر سید روح الله حسیني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو، د لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو شريکولو، افغان محصلينو ته د تحصيلي بورسیو په ورکړې او د نندارتونونو د جوړېدو په تړاو خبرې شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د ښکیلو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ زیاتوالې د فرهنګي اړیکو د ودې ترڅنګ د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز لري.

همداراز د غونډې پای کښې د ایران د تجارتي، کلتوري او لرغونو ځایونو ته د لنډ مهاله سفرونو په اړه هم پریکړه شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۶/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
نـنـــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۷۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او یادې کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌ کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، شپږ تنه غریبکار او یو تن حرفه ‌يي او مسلکي کس چې ټول اته تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۹۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د سپین بولدک له لارې ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۲۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل او انځرګي کمپونو کې له ۲۱ کورنیو سره ټولې ۲۰۲ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۱۶۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۸۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بلکوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، ۴۷ تنه غریبکار او ۲۲ تنه حرفه‌ يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
پکتیــــکا
انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې نهه تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
د انګور اډې څخه یوه کورنۍ خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې کډوالو ته ۱۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۲۵۳ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري د نهو کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۳۳ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۳ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌ کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۱۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵ را ستنې شوې کورنۍ سره ۳۲۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۲۸ کورنۍ ۴۸۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲ کورنۍ ۱۶ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۶ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۷۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۰۶ عدده

مولوي احمدالله وثیق: تېر کال په ټول هېواد کې نږدې ۴ زره لوبې ترسره شوې

د بدني روزنې او سپورت لوی رییس مولوي احمدالله وثیق له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ۱۴۰۲ کال د تېرو کلونو په پرتله د افغان لوبغاړو لپاره له لاسته راوړنو ډک و.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال په ټول هېواد کې نږدې ۴ زره لوبې تر سره شوې، چې بهرنیو لوبغاړو هم پکې ګډون کړی و.

دغه‌راز د افغانستان ورزشي لوبډلو او لوبغاړو په بهرنیو سیالیو کې پخپل ګډون سره ښې لاسته راوړنې ثبت کړې دي.

د ښاغلي وثیق په وینا؛ اوس په ټول هیواد کې ۵۲ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري، چې د ورزش د ودې او لوبغاړو ته د اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.

د بدني روزنې او سپورت لوی رییس د اسیا ملتونو جام ته د افغانستان فوټسال لوبډلې لاره موندل، د سویلي کوریا او چین هېوادونو سیالیو کې د بېلا بېلو مډالونو ګټل او په بېلا بېلو برخو کې د نږدې څلور زره سیالیو ترسره کېدل د تېر یوه کال په درشل کې د دې ادارې له سترو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ګڼلې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی

پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی، چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو په هواري، اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کډې خونې ویلي؛ په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ کې زیاتې ستونزې رامنځته شوي او اوس پاکستان هم په دې پوه شوی، چې افغانستان سره د سوداګریزو ستونزو شتون يې سوداګرۍ ته زیان اړولی.

پاکستاني سوداګرو ویلي؛ افغانستان او پاکستان یو د بل لپاره ښه سوداګریز مارکیټونه دي، نو دواړه لوري باید هڅه وکړي، چې سوداګري له سیاسته بیله کړي.

یو شمېر افغان سوداګرو بیا په دواړه لوریو غږ کړی، چې کومې ژمنې او تړونونه، چې د دواړو لوريو ترمنځ کيږي په عمل کې باید پلي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له لوري په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو درولو او په تورخم او سپین بولدک کې ستونزو رامنځته کېدو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

یاد پرېکړه‌لیک ته له امریکا پرته د امنیت شورا ټولو غړو مثبت رایه ورکړې او امریکا د خپل پخواني دریځ پر خلاف د منفي رایې پر ځای ممتنع رایه کارولې ده.

له دې وړاندې امنیت شورا کې څو ځلې د غزې اړوند اوربند طرحې رد شوې وې.

دا طرحه چې د الجزایر له لوري وړاندې شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش یې د ژر تر ژره پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

د دې طرحې او پرېکړه‌لیک له مخې به غزه کې سملاسي اوربند ټینګ، له قید او شرط پرته به ټول بندیان خوشي او بشري مرستو ته به د خلکو لاسرسی تضمین شي.

فوټسال؛ افغان لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د ټایلینډ څلور اړخیزو فوټسال سیالیو (NSDF) په لړ کې افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې اسټرالیا فوټسال ملي لوبډلې ته ۵ ـ ۴ ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په دې سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان تېره ورځ خپله لومړۍ لوبه له مالیزیا سره ۳ ـ ۳ مساوي کړې وه.