ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1164

نقیب الله احمدي د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له عمومي رییس سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس تان سري شمس الدين عثمان سره لیدنه کړې او په ګڼو موضوعاتو یې خبرې کړي.

 نقیب الله احمدي د افغان محصلینو په روزنه کې د یاد پوهنتون ستاینه او مننه کړې او ویلي يي دي، چې د افغانستان د ګڼ شمېر پوهنتونونو استادان او محصلین په یاد پوهنتون کې د ماسټرۍ او دکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي.

نوموړي د افغانستان په تحصیلي بهیر، اوسني وضعیت او اړتیا وړ فرصتونو باندې مفصلې خبرې کړي او له مقابل لوري یې غوښتي، چې د زیاتو تحصیلي فرصتونو په چمتو کولو کې ورسره د افغان کدرونو په روزنه کې همکاري ډېره کړي.

د یاد سفارت سرپرست زیاته کړې؛ لکه څنګه چې همدا پوهنتون د اسلامي امت لپاره د ځوانو، متعهدو او فکري کدرونو او قیادتونو د روزلو په موخه جوړ شوی دی، هیله ده د همغو موخو په لاس ته راوړلو تمرکز وکړي.

 دغه راز یې د افغانستان له ځینو پوهنتونو سره د هوکړه لیکونو په اړه هم خبرې کړي، تر څو د افغانستان د پوهنتونو او د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ په مختلفونو برخو کې تحصیلي همکارۍ او د تجربو تبادلې ته لار پرانیستل شي.

 د دې ترڅنګ یې په یاد پوهنتون کې د مېشتو محصلینو ستونزې هم د حل په موخه د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې کړې.

د یاد پوهنتون رییس په راتلونکي کې په تحصیلي برخه کې د همکارۍ په اړه ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي، د موجوده محصلینو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

 دغه راز یې د افغانستان له پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو او علمي برخه کې همکارۍ په اړه هم مثبت ډاډ څرګند کړی.

د امریکا له لورې غزه کې د اوربند ناکامې هڅې؛ د اسرائیلو ظلمونه په چټکۍ روان دي

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته غزه کې د اوربند په موخه په سفر دی، خو د حماس غورځنګ یو مشر ویلي، چې اسرائیلي لوري یو ځل بیا د دوی شرطونه رد کړي دي.

اما د بلېنکن بیا له سعودي او منځني ختیځ کې له نورو اړخونو سره تر خبرو وروسته تمه ښودلې، چې ممکن ډېر ژر د اوربند هوکړه لاسلیک شي.

لا هم د ښکېلو اړخونو ترمنځ خبرې په دوحه کې روانې دي.

دغه راز د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له امریکایي سناتورانو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی به د حماس له منځه وړلو ته دوام ورکړي.

بلخوا بیا کاناډا کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې حکومت پرېکړه کړې تر څو اسرائیلو ته د هرډول وسلو د ورکړې پروسه ودروي.

ویل کېږي، د دغې پروسې په جریان کې ځینې وسلې اسرائیلو ته مرسته کېږي او ځینې نورې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي.

امریکایي جمهوریت غوښتونکي مشهور سناتور برني سندرز په خپله اېکس پاڼه د کانادا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.

سندرز له اسرائیلو سره د بایډن د حکومت له لوري د مرستو سخت مخالف دی او څو ځلې یې هڅه کړې، چې کانګریس کې یې د تصویب مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیل دغه مرستې په غزه او د فلسطین په نورو ځایونو کې د ملکي وګړو په وژنه لګوي.

د قوشتېپې ملي کانال؛ په بلخ او جوزجان کې یې د دویم فاز د کیندنې چارې په چټکۍ روانې دي

د قوشتېپې کانال د پروژې مسولینو ویلي؛ اوس مهال د دغې پروژې د دویم فاز کارونه په جوزجان او بلخ ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي او درې سلنه کارونه یې پر مخ تللي دي.
د دې پروژې دویم فاز ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د کار سرعت ته په کتو ښکاري، چې تر ټاکل شوي وخت مخکې بشپړ شي.
ورته وخت کې یو شمېر بزګران او د ځمکو خاوندان، چې دغه کانال سره نږدې پر کرکېله بوخت دي؛ خوښي څرګندوي، چې د دغه کانال تر جوړېدو وروسته به یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
قوشتېپې کانال د هېواد لویه پروژه ده، چې ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی لري او د افغانستان د اقتصاد د ښه کېدو لپاره مهمه بلل کېږي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۰/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۰۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن لیسانس، نهه تنه غریبکار او ۱۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۰۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ، چې د غړو شمېر یې اووه تنه و، کندهار ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او یادې کورنۍ ته زر افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له نهه کورنیو سره ټولې ۷۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۱۰ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

غذا: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۶۵ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۵۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۳۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه حافظان، ۲۱ تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۸۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۹۲ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۹ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې پینځه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵ را ستنو شویو کورنیو سره ۳۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۸۴ کورنۍ ۳۹۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۵ کورنۍ ۲۶  وګړي

مرسته شوي کډوال: ۳۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۷۶ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۵۲ عدده

د ډاکټر قلندر عباد او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې استازي لیدنه؛ د کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي لیونارډ زیلو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خبرې شوي دي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کور دننه مېشتو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو ترڅنګ بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده بللې او په دې برخه کې یې د یادې ادارې همکاري اړینه بللې ده.

لیونارډ زیلو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د عامې روغتیا وزارت سره یې په تلپاتې همکاریو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لوړ رتبه اقتصادي پلاوي د اوزبیکستان له ګډ بازار څخه ليدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ارشد مشاور، د بلخ والي، د امارتي شرکتونو د پلاوي رییس او یو شمېر نورو مسولینو د اوزبیکستان هېواد سرحد باندې د ګډ بازار څخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کي د اوزبیکستان هېواد لوړپوړو دولتي مسولینو هم شتون درلود، یاد تجارتي مارکیټ کې د پلاوي مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې په جغرافیوي او سیاسي لحاظ یاد بازار زموږ، خو په اقتصادي لحاظ د ګاونډي هېواد افغانستان مشترک بازار دی.

د اوزبیکستاني مسولینو په وينا؛ دغه بازار چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ یو لوی ازاد تجارتي بازار دي، پکې د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره هر ډول سهولتونه رامنځته شوي.

په یاد بازار کې هېوادوال کولی شي، چې په کال کي څلور ځله خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندي کړي.

یاد بازار د سیمي په کچه صفري نقطه کې غټ ګډ بازار دی، چې لومړي ځل لپاره د افغانستان او اوزبیکستان هېوادونو ترمنځ رامنځته کیږي.

د ګډې ناستې په پایله کې د ازوبیکستاني مسولینو له لوري د یاد بازار بشپړه نقشه چې ډیزاین او جوړه شوې وه لیدلې او د انجنرانو له لوري ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.

د ګډ بازار څخه تر لیدنې وروسته دواړو لوریو یو بل ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت ته د خلکو غوښتنې لومړیتوب لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د عالماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پروان ولایت د بېوزلو د لاسنیوي، د سیمه ییزو مسولینو او ولس ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو او په یاد ولایت کې د یو شمېر پروژو په عملي کېدو خبرې شوي دي.

علماوو او مشرانو ویلي؛ دوی هوډ لري، چې د چارو د لاسمون لپاره د ولس او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په برخه کې کار وکړي.

همدارنګه یې په پروان کې د سیمنټو کارخونې د پرانیستلو، د سالنګ لویې لارې د بیارغولو، له بېوزله کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د پوهنې، روغتیا او پراختیايي چارو په برخو کې د پروژو عملي کېدو وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت ته د ولسونو غوښتنې لومړیتوب لري او ډاډ یې ورکړی، چې د پروان د ولسونو د وړاندېزونو په برخه کې به کوټلي ګامونه واخستل شي.

مولوي عبدالکبیر د سیمه ییزو ادارو او ولسونو همغږي مهمه بللې او په دې برخه کې یې د پروان د علماوو او قومي مخورو د همکارۍ څخه مننه کړې ده.

همداراز سیاسي مرستیال د پروان اوسېدونکو ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو

د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيل شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا سربېره د یاد وزارت معینانو، سلاکارانو، مرکزي رییسانو، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کابینې یو شمېر غړو، د اسلامي امارت لوړ پوړو مسولینو، د ښوونځیو او مدارسو یو شمېر استادانو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په یاده غونډه کې ویلي؛ د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې له ژمنیو رخصتیو وروسته د نوي ښوونیز کال له پیل سره یو ځل بیا زده کوونکي په مدرسو او ښوونځیو کې خپلو درسونو ته حاضر شي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ تېر کال یو میلیون او ۲۰۰ زره نوي زده کوونکي ښوونې ته جذب شول او هیله من یم، چې سږ کال دا شمېر زیات شي.

په افغانستان کې زیات شمېر ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا او په مدرسو او ښوونځیو کې شامل شي.

نوموړي ویلي؛ موږ د یو ملت او اسلامي ټولنې په توګه په لومړي ګام کې اړتیا لرو، چې عقاید او اسلامي موضوعات زده کړو او زده کوونکو ته یې ور وښیو او په دویم ګام کې عصري زده کړې وکړو، ځکه په افغانستان کې د عصري علومو د زده کړې ملاتړ کېږي.

 له عصري علومو، ساینس او معاصرې ټکنالوژۍ سره بلدتیا د هېواد د پرمختګ له اړتیاوو څخه ګڼو.

اداري مرستیال څرګنده کړې؛ هغه ملت چې له سواد او زده کړې لیرې وي او علم و نه کړي، تل د نورو محتاج وي، محتاجه او اړمنه ټولنه هیڅ وخت خپلواکۍ ته نه رسېږي، نو اړتیا ده چې معاصرو علومو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولرو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د تعلیمي مراتبو په لړ کې د لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې ارزښت ته په اشارې ویلي؛ دا دوره د لوړو دورو اساس دی، که ماشومان او ځوانان په دې دوره کې سم وروزل شي، په راتلونکو تحصیلي دورو کې هم بریالي وي.

مولوي عبدالسلام حنفي په هېواد کې د تحمیلي جنګونو او ناامنۍ کلونه په ښوونې کې د وروسته پاتې والي له لاملونو څخه بللي او ویلي يي دي؛ د جګړې په کلونو کې په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان له ښوونې او روزنې محروم پاتې و، اما د پوهنې وزارت کوښښ کوي، چې ښوونه او روزنه د هېواد ټولو سیمو ته پراخه کړي، ترڅو ټول ماشومان ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې په بیانولو سره چې جامع او موثر ښوونیز نصاب او درسي کیفیت د ښوونې او روزنې له مهمو موضوعاتو څخه دي ویلي؛ باید په ښوونیز نصاب کې د ټولنې اړتیاوې لکه عقاید او اسلامي موضوعات، ساینسي او معاصر علوم په پام کې ونیول شي، ترڅو د هېواد د ټولو بچیانو اړتیاوې پوره شي.

ښاغلي حنفي د هېواد د اولادونو د ښو زده کړو په برخه کې د تکړه ښوونکو د ارزښت ترڅنګ ویلي، دې ته په اشارې چې افغان ملت پر تاسو باور کړی، نو خپل مسوولیت ښه  ادا کړئ او د هغوی په روزنه کې کوښښ وکړئ.

همدارنګه د پوهنې وزارت مسولین او کارکوونکي د باکیفیته ښوونې په برخه کې زیات کار او څارنه وکړي، ترڅو د تېر په څېر د خیالي مدرسو، ښوونځیو او ښوونکو ستونزه بیا په ښوونې کې تکرار نشي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت د باکیفیته او معیاري ښوونې او روزنې برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي.

ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال مولوي صبغت الله وصیل د پوهنې وزارت د تېر ښوونیز کال سترې لاسته راوړنې بیان کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې په نوي ښوونیز کال کې به هم د ښوونې او روزنې په برخه کې لارډېرې لاسته راوړنې ولري او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د تېر کال د ښوونیزو پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د یاد وزارت لاسته راوړنې ستایلي او ویلي يي دي؛ ښوونه او روزنه زموږ د دنيوي او اخروي موخو د پېژندلو لپاره بنسټيزه اړتيا ده او مونږ به په ټول توان سره د هېوادوالو لپاره د ښوونيزو آسانتياوو رامنځته کولو کې خپلې هڅې جاري وساتو.

د یادو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښار د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو ټېمونو، د اسلام د ستر معلم او د نړۍ د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ستاینه کې چمتو کړي نعتونه او د پوهنې په برخه کې ترانې ګډون والو ته وړاندې کړې.

د مراسمو په پای کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق له لوري د ښوونځي د زنګ په وهلو او د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاء الله سعید لخوا د هېواد د ښېرازۍ لپاره د دعائیې په لوستلو سره په رسمي ډول پیل شو.

په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د سپورټ په برخه کې ګڼې لاسته راونې درلودې

د افغانستان اسلامي امارت د نورو ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان ورزش او لوبو برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې لري.

هېوادوالو ته د تفریح برابرولو په موخه په کور دننه او بهر زیات شمېر لیګونه او سیالۍ ترسره شوي دي.

د افغانستان کرېکټ د ۱۴۰۲ کال یو له لاسته راوړنو ډک کال تجربه کړ، افغان کرېکټ ملي لوبډلې دغه کال له پاکستان سره د ۲۰ اوریزو سیالیو په لوبلړۍ پيل کړ، چې دغه لوبلړۍ پاکستان ۲-۱ وګټله خو افغانستان لوبډلې په لومړي ځل پاکستان مات کړ.

ورپسې افغان لوبډلې له سریلانکا د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ماتې وخوړه خو له بنګله‌دېش یې سریز وګاته.

له یادو سیالیو ورسته افغان لوبډلې پاکستان سره د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیل کړه، چې ۳-۰ پاکستان وګټله.

له یادې لوبلړۍ څو ورځې وروسته افغان لوبډلې په اسیا کپ سیالیو کې برخه واخیسته، چې ددغو سیالیو لومړي پړاو کې یې هیڅ کومه لوبه هم ونه ګټله او له دغو سیالیو بهر شوه.

ددغو سیالیو په لړ کې بیا د افغانستان الف لوبدلې چین آسیایي المپیک یا اسیا ګیمز سیالیو کې د دویم ځای او برنزو مډال تر لاسه کړ.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې لړم میاشت کې نړیوال جام کې ګډون وکړ او په دغه جام کې یې انګلنډ، پاکستان، سریلانکا او نیدرلنډ مات کړل، او دا د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل شو، چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې له یوې زیاتې لوبې ګټي.

افغان لوبډلې له هغې وروسته له متحده عربي اماراتو او هندوستان سره د شل آوریزو سیالیو لوبلړۍ وکړۍ، چې له اماراتو سره لوبلړۍ افغانستان او له هند سره کوربه هندوستان دغه لوبلړۍ وګتلې.

سلواغې میاشت کې بیا افغان لوبډله سریلانکا سره د یوې ټیسټ، درې یو ورځنیو او درې شل آوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې، چې افغان لوبډلې پکې یواځې یوه شل آوریزه سیالۍ وګټله، افغان لوبډلې په خپل کوربه توب ایرلنډ سره یوه ټیسټ درې یو ورځنۍ او درې شل آوریزه سیالۍ وکړې، چې افغان لوبډلې په ټیسټ سیالۍ کې ماتې وخوړه خو د یو ورځنیو او شل آوریزو لوبلړۍ یې وګټله.

په کور دننه هم د زرغون جام، شپږیزې، وزیر محمد اکبر خان، احمد شاه ابدالي، غازي امان الله خان او د زونونو په کچه د نجیب ترکي معلولینو لیګ سیالۍ هم وشوې.

بله خوا د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو جام سیالیو کې له ایران قزاقستان، بنګلادیش او فلپین سره سیالۍ وکړې، چې له ایران یې ۶-۱ ماتې وخوړه خو له قزاقستان او بنګلادیش سره یې سیالۍ لغوه شوې او فلپین ته یې هم ۲-۱ لوبه وبایلله.

بله خوا د نړیوال جام لار موندونکو سیالیو کې یې منګولیا په رفت او برګشت سیالیو کې ماته کړه، خو له قطر او کویټ یې ماته وخوړه.

افغانستان فوتسال ملي لوبدلې یبا په دې کال کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې، افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو جام لار موندونکو سیالیو کې خپل سیالان مات کړل او د لومړي ځل لپاره یې دغه جام ته لار ومونده، چې روان زیږدیز کال کې به د آسیا ملتونو جام سیالیو کې له ایران، کویټ او بحرین سره په یو ګروپ کې ولوبېږي.

د چین اسیا ګیمز یا اسیا المپیک سیالیو کې له ۱۰۰ ډېرو لوبغاړو برخه درلوده، چې افغان لوبغاړي یواځې په تکواندو او کرېکټ برخه کې په مډال اخیستلو بریالي شول؛ کرېکټ لوبغاړو د سپینو زرو او تکواندو لوبغاړو د برنزو مډالونه وګتل.

په کور دننه بیا د کرېکټ لیګونو تر څنګ د فوټبال غوره لیګ، د زونونو په کچه د فوتبال لیګونه د افغانستان اتلانو لیګ، د افغانستان فوټسال غوره لیګ ترسره شول.

والیبال لوبغاړو د بهرنیو سفرونو او لوبو تر څنګ د والیبال ملي لیګ کې هم ولوبېدل، د ۱۴۰۲ والیبال لیګ کې د نورو کلونو په پرتله دوه لوبډلې زیاتې شوې وې په دغه لیګ کې سږ کال ۸ لوبډلې ولوبېدې او اتلولي یې ام البلاد لوبډلې وګتله.

د دې تر څنګ سږ کال د اوزلوبې سیالیو لپاره هم غوره کال وو.

سږ کال د اوزلوبې ملي لیګ تر څنګ چې په مرکز کې ترسره شو مزارشریف اوزلوبې لیګ چې د شمال زون ټولو ولایتونو لوبډلو پکې برخه درلوده ترسره شو او د مرکز اوزلوبې لیګ اتلولي سرپل لوبډلې خپله کړه.