ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1166

د افغانستان بانک: په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه لوړ شوی

۱۴۰۲ لمریز کال د اسلامي امارت لپاره د بانکداري په برخه کې له لویو لاسته راوړنو ډک و.

د افغانستان بانک وايي، چې د بانکي محدودیتونو او امریکا له لورې د دې بانک د ۷.۹ میلیارده ډالرو کنګل کولو سربېره توانېدلي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۶ سلنه لوړ کړي.

د افغانستان بانک په ۱۴۰۲ کال کې خصوصي بانکونو ته د مکتوبونو په لېږلو ټینګار کړی، تر څو مشتریانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دغه‌راز د بانکونو له لوري پر مشتریانو وضع شوي محدودیتونه تر ډېره لرې کړل شوي دي.

د تېر کال لیندۍ میاشتې په نهمه نېټه خصوصي بانکونو ته په لېږل شوي مکتوب کې راغلي: “له دې وروسته هغه کسان چې په بانکونو کې ډالري حسابونه لري په اونۍ کې ۱۰۰۰ او په یوه میاشت کې ۳۰۰۰ ډالر له خپلو حسابونو ایستلی شي.

هغه کسان چې په بانکي حسابونو کې افغانۍ لري په یوه اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ او په یوه میاشت کې ۲۵۰ زره افغانۍ له خپلو حسابونو ایستلی شي.”

ورته مهال په بانکونو کې د شرکتي حسابونو لرونکو ته اجازه ورکړل شوې، چې له دې وروسته ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ایستلی شي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي؛ په دې کال کې د افغانستان بانک هڅه کړې، چې په هېواد کې بانکي سیسټم اسلامي شي. همداراز د خصوصي بانکونو د کوچنیو پورونو سیسټمونه هم اسلامي شوي دي.

نوموړی زیاتوي؛ ۵.۲ میلیارده زړې افغانۍ سوځول شوې او نوې پیسې بازار کې ویشل شوې، چې د پولي ثبات په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی.

له بلې خوا اقتصاد وزارت وایي، چې هېواد کې د پروژو عملي کولو په برخه کې د موسساتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کېدل، د بهرنیو پانګوالو جذب، د پراختیایی پروژو عملي کېدل او د ملي عوایدو لوړېدل هغه لاملونه دي، چې له یاد بانک سره یې د افغانۍ په باثباته ساتلو کې همکاري کړې ده.

یو شمیر اقتصادي کارپوهان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د باثباته ساتلو لامل له هېواده بهر ته د پیسو له قاچاق څخه مخنیوی یادوي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان بانک تېر کال د بانکي محدودیتونو د وضع کیدو طرحې په رامنځته کولو سره د پولي پړسوب د مخنیوی ترڅنګ د بانکي نغدو راکړې ورکړې ثبات رامنځته او هېواد کې یې بانکي ثبات وساته.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۸/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۱۲۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې اووه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه بلکوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، اته تنه غریبکار او شپږ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۸۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له  ۱۶ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

دوه کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

غذا: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۹۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۶ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۵۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د وړې دورې فارغ، یو تن دیني عالم، ۲۱ تنه غریبکار او څلور تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

اووه کورنۍ د انګور اډې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۷۸ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۷۲ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۲۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۷۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۳۰ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۰۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې ۶۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۵۷ کورنۍ ۵۳۵ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۶ کورنۍ ۳۷ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۵۱ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۶۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۷۰ عدده

د مخابراتي شرکتونو لپاره د فریکونسیو د مزایدې پایلې اعلان شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسولینو د دوشنبې په ورځ ( ۲۸ کب ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د مخابراتي شرکتونو لپاره، د فریکونسیو د مزایدې (بولۍ) پایلې اعلان کړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، چې په یاد خبري کنفرانس کې یې د فریکونسۍ د مزایدې د پایلو په اړه معلومات ورکول، ویلي؛ د فریکونسۍ د مزایدې موخه په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته، له دې طبیعي سرچینې څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې او د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونو وړاندې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځ کول دي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، د فریکونسیو مزایده په درې بانډونو (۱۸۰۰،۲۱۰۰، ۲۶۰۰ میګاهرتز) کې د کابینې لخوا د ټاکل شوې بین الوزارتي کمېټې په شتون کې په شفاف ډول تر سره شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست د معلوماتو پر بنسټ، د مزایدې په یادو بانډونو کې په ټولیز ډول د ۹۸ میلیونه، ۵۲ زره او ۵۱۴ امریکایي ډالرو په بدل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د ۱۵ میګاهرتز فریکونسۍ، د ام ټي ان مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسۍ او د روشن مخابراتي شرکت د ۵ میګاهرتز فریکونسۍ ګټونکي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ویلي؛ مونږ پخپل ټول توان هڅه کوو، چې مخابراتي شرکتونو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې برابرې کړو او له هغوی څخه تمه لرو چې هېوادوالو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
سرپرست وزیر څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د نورو سکتورونو تر څنګ، په مخابراتي سکتور کې هم ښکاره او د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي

د افغانستان اسلامي امارت خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان هوایي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض یې بللي دي.

د اسلامي امارت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې پاکستاني ځواکونو د دوشنبې سهار درې بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه او د خوست سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبی سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو هوایی بریدونه کړي، چې په پایله کې یې پینځه ښځې او درې ماشومان شهیدان شوي او یو کور ویجاړ شوی دی.

د پاکستان دغه هوایی بریدونه د اسلامي امارت له لوري د افغانستان په حریم یرغل بلل شوی دی.

نوموړی وايي؛ د عبدالله شاه په نوم تن چې پاکستاني لوری ادعا کوي، په دغه برید کې تر موخې لاندې راغلی په پاکستان کې دی.

له بل لوري عبدالله شاه هم رسنیو ته د یوه انځوریز پیغام په استولو سره ویلي، چې نوموړی په جنوبي وزیرستان کې ژوند کوي او هېڅ ډول برید نه دی پرې شوی.

د پاکستان یاد هوایی برید د افغانستان د دفاعي بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی.

ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پوله ساتو ځواکونو د پاکستان د دغه یرغل په غبرګون د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو مرکزونه په درنو وسلو سره ویشتلي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند دغه‌راز ټینګار کوي، چې پاکستان باید پخپله خاوره کې د نه کنټرول، بې‌کفایتي او ستونزو لپاره افغانستان ګرم ونه بولي، ځکه چې دا ډول اقدامات ډیرې ناوړه پایلې درلودلای شي، چې مهار کول به یې د پاکستان په وس کې نه وي.

کرېکټ؛ افغانستان ایرلنډ ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکولو سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په خپل نوم کړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې سیالې ایرلنډۍ لوبډلې ته په درېیمهمه شل اوریزه لوبه کې د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله.
افغان اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د خپلو اووه لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته ۱۵۶ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د یاد هدف په دفاع کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او سیاله لوبډله یې په ۹۸ منډو له ډګره بهر کړه.
د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۴، نوین الحق ۳، راشد خان، فضل الحق فاروقي او ننګیال خروټي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
عظمت الله عمرزی د خپلې غوره توپ اچونې له امله د سیالۍ سټایلش لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز ابراهیم ځدراڼ چې د افغان لوبډلې په ګټه یې ۷۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
سربېره پر دې راشد خان چې په یاده لوبلړۍ کې یې د ۴۵ منډو په بدل کې ۸ ویکټې ترلاسه کولو سره د لوبلړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې بریا سره د افغانستان په کوربتوب د ایرلنډ پر وړاندې د درې واړه فارمټونو لوبلړۍ پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یوازېنۍ ټېسټ لوبه سیالې ایرلنډ، د درې نړیوالو یو ورځنیو او درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ افغان لوبډلې په خپله ګټه پای ته ورسولې.

د کابينې ۱۹مه غونډه؛ د ترافيکي پېښو او موټرو د سرعت کنټرول په اړه اقدامات کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نوولسمه غونډه دوشنبه (رمضان المبارک ۸مه/ کب ۲۸) د ریيس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي دي.

غونډه کې د ترافيکي پېښو مخنيوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه هر اړخیزې خبرې شوي او کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سترې محکمې، ټرانسپورټ او هوايي چلند او ټولګټو وزارت په ګډه د لويو لارو په اوږدو کې د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو لپاره ترافيکو ته د اړينو وسايلو چمتو کولو طرحه جوړه کړي او د رياست الوزرا مقام سره دې شريکه کړي.

همدا راز په دې غونډه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارتونو، استخباراتو لوی رياست او احصايې ملي ادارې څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ولسوالیو جغرافیوي حدودو تثبیت کړي، په اړه يې معلومات وکړي او راپور يې له یوځای کېدو وروسته د رياست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.

همداراز د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده سپارل شوې، چې موسساتو ته واضحه کړي، چې هيڅ امارتي کارمند تر هغو نشي جذبولی، ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوي.

نایجیریا کې وسله‌والو د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۸۷ کسان تښتولي

د نایجیریا نظامي مسولین وایي، چې د یاد هېواد د کاډونا ایالت په کجرو سېمه کې وسله‌والو په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۷ کسان تښتولي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم وسله‌والو په دې هېواد کې د یوه ښوونځي د زده‌کوونکو او ښوونکو په ګډون ۲۸۶ کسان تښتولي وو.

ملګري ملتونه وايي؛ د نایجیریا په شمال لویدیځ او د مرکزي برخې په شمال کې وسله‌وال د خلکو څخه د باج ترلاسه کولو په موخه ورته تښتونې ترسره کوي، چې دا کړنه سیمه کې د تاوتریخوالي او نږدې یو میلیون وګړو د کډوالۍ لامل شوې ده.

اسلامي امارت کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د پاکستاني پوځیانو له لوري د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې، چې په پایله کې یې ښځینه او ماشومان شهیدان شوي، کابل کې د یاد هېواد د سفارت سرپرست احضار او احتجاجلیک یې ورته سپارلی.

یاد وزارت زیاته کړې: “د دې بریدونو د غندنې ترڅنګ پاکستان ته وریادوو، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی.”

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د پاکستان نوی ملکي حکومت او ولس باید پرېنږدي، چې ځینې کړۍ په غیرې مسولانه کړنو او ناسمو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه پر پکتیکا او خوست ولایتونو هوايي برید کړی، چې ښځې او ماشومان پکې شهیدان شوي دي.