ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1187

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره: په ورځني ډول د حیرتان بندر له لارې ۱۰ زره ټنه انتقالات کیږي

د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ رییس مولوي محمد شفیق محمود ویلي؛ چې د روان ۱۴۰۲ ه.ش. کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

مولوي محمد شفیق محمود په دې اړه زیاته کړې؛ اوسمهال د حيرتان بندر له لارې په اوسط ډول روزانه ۱۰ زره ټنه انتقالات ترسره کيږي، چې پکې واردات، صادرات او ټرانزیټ شامل دي.

د نوموړي په وينا، په تېر ۱۴۰۱ ه.ش. پوره کال کې حيرتان بندر شاوخوا ۳.۴ ميليونه ټنه انتقالات لرل.

ښاغلي محمود ویلي؛ د حيرتان مسير په بشپړ ترمیم او فعاليت سره به سوداګرو ته لازياتې آسانتیاوې برابرې شي، ترڅو دوی وکولای شي د دې مسير له لارې په پوره ډاډمن او خوندي ډول سره خپل تجارتي توکي صادر او وارد کړي.

د حيرتان-مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ مسير پروژې د بيارغونې چارې تېره اوونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې، چې د ۳ مياشتو په موده کې به د ياد مسير ریلي او غير ریلي برخې په بشپړ ډول ترمیم کيږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس: استانبول کې د مرستو جلبولو په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې به د افغانستان د کروندګرو او بزګرانو اړتیاوې شریکې کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر ریچارډ ترانچارډ سره لیدنه کړې.

په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ تخنیکي سلاکارانو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیال نجیب امیرزي هم شتون درلود.

په ياده ناسته کې د کرنیزو تخمونو، کیمیاوي سرو او د څارویو خوراکي توکو د وېش او د ريشخور د لبنياتو د کارخونو د فعالولو، په مناسب موسم کې د فعاليتونو پر پيل او د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همغږۍ په اړه خبرې شوي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي؛ غوره ده چې د پروژو چارې په شفاف ډول پلي کړو او د خلکو لپاره یې اغېزمنتیا زیاته شي، ترڅو خلک له بې وزلۍ څخه خلاصون ومومي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پروژو له فعالیت څخه هم باید څارنه وشي، ترڅو وړاندیز شوي معیارونو سره سم کار وکړي، خلکو سره مرستې ووشي او ودانیزې چارې ترسره شي.

 ټرینچارد په خپلو خبرو کې د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ راتلونکې اوونۍ به د ترکیې په استانبول ښار کې د مرستو د جلبولو په اړه یو کنفرانس جوړ شي او هڅه به وکړي، چې د افغانستان د کروندګرو او بزګرانو اړتیاوې ورسره شریکې کړي، ترڅو د مرستې زمینه برابره شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۶/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۸/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴تنه و، ننګره، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۱۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۷۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۹ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۴۲ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۳ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د لیسانس سند لرونکي، پینځه تنه حافظان، څلور تنه دیني عالمان، ۲۴ تنه غریبکار او ۱۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۷۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۱۰ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه ۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۷۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۶۶ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن حافظ، ۵۱ تنه غریبکار او ۱۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۷۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۳۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز دوه زره او ۴۱۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۷۰ تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۲۰۰ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۲۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۱۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په هرات کې ۱۹۱ تنه کډوال تداوي شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۱۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۲۳ کورنۍ ۴۸۶ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۱۵ کورنۍ ۶۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۹۶کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۱۲۷۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۲۲۵ عدده

د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند: په روان ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره معلولین ثبت او راجستر شوي

هېواد کې د شهیدانو ورثه‌وو، معلولینو، کونډو او یتیمانو د لاسنیوي او د دوی د ځان بسیاینې لپاره هڅې!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وایې؛ په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره معلولین ثبت او راجستر شوي، چې د تیرې ادارې ملکي او نظامې معلولین هم پکې شامل دي.

یاد وزارت د ټولو شهیدانو ورثه‌وو، معلولینو او یتیمانو ته د حرفوي زده‌کړو روزنیز پروګرامونه هم پيل کړي دي.

ورته مهال یو شمېر معلولین هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کړنو خوښ دي او وايي، چې یاد وزارت له کوم توپیري چلند پرته خپل حقوق ورکوي.

د دې تر څنګ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د شاوخوا ۶۱۵ زره یتیمانو، معلولیت لرونکو وګړو او کونډو د ثبت او راجستر خبر ورکوي، چي په هرو شپږو میاشتو کې حقوق ورکول کیږي.

محمد اسماعیل وفا

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت غواړي راتلونکی نسل په اسلامي روحیه او افغاني ارزښتونو سمبال وروزل شي

د ریاست الورزا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال مولوي محمد یونس راشد په مشرۍ د ۳۴ ولایتونو د ځوانانو چارو له امرینو سره لیدنه کړې.

دغه ناسته چې د ولایتونو د ځوانانو چارو د امرینو د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سیمینار وروسته ترسره شوې، د ځوانانو چارو امرینو ویلي؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې د ځوانانو چارو امرین هڅه کوي، څو د ځوانانو سالمې روزنې ته زمینه چمتو او په ځوانانو کې د ناسمو افکارو له خپرېدو مخنیوی وکړي.

دوی زیاته کړې، په تېرو ۲۰ کالو کې له نظامي یرغل سره سم فرهنګي یرغل هم په افغان ټولنه کې لیدل کیده، چې د اسلامي امارت له بریا سره سم یې د خپرېدو مخه نیول شوې.

یادو امرینو زیاته کړې؛ که لاډېر امکانات ورته چمتو شي کولای شي، چې د ځوانانو انسجام او غوره نورو فعالیتونو ته کار وکړي.

 د اطلاعات و کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد د ځوانان نسل د روزنې لپاره د ځوانانو چارو د امرینو لوړ ظرفیت اړتیا بللې او ولي يي دي، د ځوانانو چارو معنیت دندو ته په کتو به د دې برخې د کارکوونکو ظرفیت لوړولو لپاره لا ډېر روزنیز پروګرامونه ترسره شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ځوانان د ټولنې مهم قشر یاد کړی او ویلي يي دي، د ځوان نسل روزنه او سم لوري ته د هغوي لارښوونه مهمه اړتیا ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ څرنګه چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره ځوانانو ډېرې قربانۍ ورکړې، همدارنګه په اوسني نظام کې ډېره ونډه هم ځوانانو ته ورکړل شوې او اسلامي امارت له ځوانانو څخه رامنځ ته شوی دی.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت غواړي راتلونکی نسل په اسلامي روحیه او افغاني ارزښتونو سمبال وروزي.

نوموړي د ځوانانو چارو امرینو ته لارښوونه کړې، چې خپل مسوولیتونه پر وخت او سم ډول ترسره او د ځوانانو روزنې ته زمینه برابره کړي، ځکه د هېواد راتلونکې د ځوانانو په لاس کې ده.

غزه کې بشري ناورین؛ نږدې ۶۰۰ زره اوسېدونکي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو نږدې پینځه میاشتې پوره کېدونکي دي. په دې بریدونو کې غزه له سخت بشري ناورین سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچاو یو مسول وایي؛ د غزې څلورمه برخه نفوس چې نږدې ۶۰۰ زرو کسانو ته رسیږي د لوږې له ګواښ سره مخ دی.

دغه اداره زیاتوي، چې د اسرائیلو له لوري د بشري مرستو په وړونکو موټرو بریدونه د غزې شمال او جنوب ته د مرستو رسولو مخنیوی کوي.

دغه‌راز د غزې اوسېدونکي د صهیونیستي رژیم یرغل او بې‌پایه بریدونو ډېر وېرولي او په هر اړخیز ډول یې سخت ځپلي دي.

پر غزه کې بمباریو او د صهیونیستي اشغالګرو بریدونو د ژوند کړۍ تنګه کړې او له خلکو سره مرستې او د ژغورنې عملیات په نشت حساب او یا سخت شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسي ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي او ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې بریدونو کې تر دې مهاله ۲۹ زره او ۷۰۰ کسان شهیدان شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ پېښ نشي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېر ماښام د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر او د حقانیه دارالعلوم له نایب مهتمم مولانا حامد الحق، د دې ګوند د غړي سید محمد یوسف شاه او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې حامد الحق په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوښي ښودلې او د افغانستان او پاکستان ملتونه یې ورونه یاد کړي.

نوموړي ویلي؛ دواړه ملتونه ګڼ اسلامي، کلتوري او ټولنیز ارزښتونه او مشترکات لري.

هغه د دواړو هېوادونو اړیکي مهمې او ګټورې بللي او ویلي يي دي؛ د پاکستان علما او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي او هیله لري، چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي، څو دواړو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي.

مولانا حامد الحق د نړيوالې ټولنې له لورې د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، دغه ډول یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، په افغانستان کې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې د پوره کېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ وزغملې.

مولوي عبد الکبیر څرګنده کړې، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه چا ته ګواښ پېښ شي.

سیاسي مرستیال د اړیکو په رغښت کې د علماوو ونډه مهمه یاده کړې او ویلي يي دي؛ دا مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه نه ورکول کېږي.

مولوي امیرخان متقي: د افغانستان اقتصاد محوره بهرني سیاست یوه بنسټیزه موخه د افغانستان په مرکزیت د سیمې نښلول دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته د کاري سفر پر دویمه ورځ د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال محمد خان چکي‌ییف سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، د تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ ظرفیت لوړولو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغنډۍ بندر ستراتيژيک حیثیت لري او دواړه هېوادونه هم د لویې لارې او هم د وسپنې پټلۍ له لارې یو بل سره وصل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان حکومت چمتو دی، چې د ترکمنستان په پانګونه د تورغنډۍ بندر ظرفیت لوړ کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت او ټرانزیټ کچه لوړه شي.

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ باید دواړه هېوادونه او د لاجورد لارې پر مسیر د نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړي چې زموږ مشترک ستراتيژیک هدف د لاجوردو لار احیا ممکنه کړي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ اوس چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او یو مسول حکومت راغلی د اقتصاد محوره بهرني سیاست یو اساسي هدف د افغانستان په محوریت د سیمې اتصال دی، چې د لاجوردو لارې احیا زموږ په اساسي لومړیتوبو کې راځي.

د ټرانسپورټ په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې ډېر کارونه د ترسره کېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه د حمل او نقل په برخه کې زموږ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

نوموړي زیات کړې؛ په نژدې راتلونکي کې، چې د افغانستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارو ترمنځ قرارداد لاسلیک شي ترکمن لوری به تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ سټېشن د ظرفیت لوړولو رغنیزې چارې پیل کړي.

د وزیرانو شورا مرستیال مننه کړې، چې افغان لوري پر وخت تورغنډۍ کې د اړتیا وړ ځمکه د ترکمن لوري پانګونې لپاره چمتو کړې ده.                                  

محمد خان کچي‌ییف ویلي؛ د لاجوردو لار ډېره مهمه موضوع ده او اړتیا ده، چې په دې اړه د افغانستان په ګډون د لاجوردو د مسیر د پینځه ګونو هېوادونو ناسته ترسره شي.

د نوموړي په وینا؛ لازمه ده، چې د ګډونوالو هېوادونو د ټرانسپورټ او ګمرک برخو مسولین ناسته وکړي او د دې مهمې لارې د احیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وکړي.

 محمد خان همداراز زیاته کړې؛ په تېرو کلونو کې مو د رېل پټلۍ په برخه کې د افغان تخنیکرانو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او له دي وروسته به هم د ټرانسپورټ او وسپنې پټلۍ په برخه کې افغان تخنیکرانو ته روزنه ورکړو.

د وزیرانو شورا مرستیال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکي معلوماتو له ترلاسه کولو او همغږۍ وروسته د تورغنډۍ د وسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړي.

ښاغلي چکي‌ییف ویلي، راتلونکې اوونۍ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سوداګرو په ملتیا راځي، د ترکمنباشي د بندر لیدنه به هم وکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پروګرامونو رئیسې په افغانستان کې د خپلو کاري لومړیتوبونو په اړه مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پروګرامونو له رییسې مېرمن مارتین دې بور سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په تېره ۲۰ کلنه دوره کې د سره صلیب بین المللي کمېټې د مرستو په ځانګړي ډول بندیانو ته یې د مرستو او رسېدنې قدرداني کړې.

د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې د پروګرامونو رییسې د اسلامي امارت له همکاریو په مننې په راتلونکي کال کې د خپلو پروګرامونو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ له افغانستان سره د یاد بنسټ همکاري اوږه مخینه لري او زموږ ډېری فعالیتونه د روغتیا، انرژۍ او اوبو او بندیانو ته د رسېدنې په برخو پورې متمرکز دي.

اغلې ډاډ ورکړی؛ چې د سره صلیب بین المللي کمېټه به په بېلابېلو برخو له هغې ډلې بزګرانو او هغو کورنیو سره، چې د نفقې پیدا کولو سړي یي په جنګونو کې له لاسه ورکړي دي، خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړې، د سره صلیب بین المللي کمېټه په افغانستان کې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو اووه مرکزونه لري، چې هره میاشت تر لسو زرو زیاتو خلکو خدمتونه وړاندې کوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د روغتیا، ماین پاکولو او بندیانو ته د رسېدنې په برخو کې د سره صلیب بین المللي کمېټې د خدمتونو په قدردانۍ هیله څرګنده کړې، چې له افغانانو سره د دې کمېټې مرستې دوام ومومي.

مولوي عبدالکبیر د مرسته کوونکو بنسټونو قدرداني کړی او ویلي يي دي؛ افغانستان د طبیعي پېښو لکه زلزلې، وچکالۍ او اجباري بېرته راستنېدونکو کډوالو څخه د رامنځته شویو زیانونو له امله زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

سیاسي مرستیال څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت ترڅنګ د سره صلیب بین المللي کمېټې او نورو بین المللي بنسټونو همکاري په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم دي.

مولوي عبد الکبیر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي هیڅوک بېګناه یا هم د ژبې او قومیت پربنسټ زنداني نکړي، دغه راز د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن دي.