ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1188

په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کميټې مشرې او د شېرمحمد عباس ستانکزي لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو په دوام ټینګار شوی

په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کميټې مشرې کاتارینا ریټز د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې ریټز په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کميټې له اوږدې مخینې ترڅنګ د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیایي خدمتونو څخه یادونه کړې او له یادو خدمتونو یې لا هم ملاتړ څرګند کړی.

نوموړې زیاته کړې؛ دوی اوسمهال هم د ظرفیت لوړونې او روزنې به برخه کې یو لړ پروژې تر لاس لاندې لري، چې د حکومت په همغږۍ یې مخته وړي.

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمیټې مرستې اوږد مهاله او تاریخي بللې او په سختو شرایطو کې یې له افغانانو سره د دوی له هر اړخیزو مرستو او همکاریو مننه کړې.

نوموړي په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کميټې د بشري فعالیتونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

جوبایډن: تمه ده چې راتلونکې دوشنبه غزه کې د اوربند د ټینګېدو شاهدان واوسو

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډڼ په نیویارک کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې تر ګډون وروسته د اوربند په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې د خپل سلاکار له قوله ویلي، هیله لري د راتلونکې دوشنبې په ورځ غزه کې د اوربند د ټینګېدو شاهدان واوسي.

بایډن دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې له پرون راهیسې دوحه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګېدو او د اسیرانو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې اوسېدونکي د ژوند تر ټولو سختې ورځې تېروي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینو موادو ته اړتیا لري.

غزه کې دا مهال تر یونیم میلیون زیات خلک له سختې لوږې او د ژوند د نورو اړینو موادو له کمښت سره مخ دي او د اسرائیلي پوځ د روانو نږدې پینځه میاشتېنیو ظلمونو له امله د ژوند تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي.

تېره ورځ د اردن د شاهي پوځ یوې الوتکې، چې د فرانسې د هوایي ځواک یوې جېټ الوتکې یې ملیتا کوله، د غزې په سواحلو کې د دغې ټړانګې اوسېدونکو ته، چې د صهیونست پوځ له سخت ظلم سره مخ دي، د ژوند تر ټولو اړین مواد غورځولي دي.

دغو مرستو کې د بېلابېلو موادو یولس بستې شاملې دي او د غورځولو عملیات یې پرون دوشنبې ترسره شوي دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویاند: د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان کرنې، اوبو او روغتیا برخې زیانمنې شوي

 د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې د اقلیمي بدلون له امله یې د کرنې، اوبو او روغتیا برخو ته زیان رسېدلی دی.

د دې ادارې ویاند احمد فرید فرهنګ د ملي ټلویزیون پل خپرونه کې ویلي، چې د اقلیمي بدلون د نړیوالو تړل شویو پروژو په اړه یې په بار بار غږ پورته کړی او هیله لري، چې راتلونکی کال به یادې پروژې بېرته پیل شي.

د نوموړي په وینا؛ په کابل ښار کې له ټاکلې اندازې زیات نفوس، د استهلاک شویو موټرو شتوالی، په ژمي کې د کورونو ګرمولو په موخه دډبرو سکرو او نورو غیر معیاري سون توکو کارول هغه عوامل دي، چې د دې ښار هوا یې ککړه کړې او د مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم تېرو جګړو او ناخوالو د افغانستان د ځنګلونو او وحشي حیواناتو په ګډون چاپيریال سخت زیانمن کړی، خو په وینا یې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې ګڼو ادارو له دوی سره په همغږۍ د ځنګلونو وهلو په ګډون د چاپيریالي هستیو په ساتنه کې جدي اقدامات کړي دي.

د ښاغلي فرهنګ په وینا؛ په تېر کال کې یې  له نورو ادارو سره په همغږۍ د ۴۹۳ نادرو وحشي ژوو او مرغانو د قاچاق مخه نیولې او د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ په ټول هېواد کې د ښکار مخنیوی شوی دی.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار او کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو لیدنه؛ د مالیاتي اسنادو په بررسۍ او ورته نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار محمد ابراهیم حکمت په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې له استازو سره لیدنه کړې.

دغه لیدنه چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او همدا راز د کابل ښاروالۍ استازو هم شتون درلود.

دې ناستې ته په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ، د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ذخیره ځایونو د تثبیت، د تبلیغاتي لوحو د نصب او یو شمېر نورو برخو کې خپل ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ویلي؛ د اسلامي امارت مشرتابه او مسولین د ملت ستونزو ته پاملرنه لري او د خپلو هېوادوالو د هوساینې او په هره برخه کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.

محمد ابراهیم حکمت په کابل ښار کې د اصنافو ټولنې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ټولو ستونزو ته به د قانون په رڼا کې اړوندې ادارې پر وخت او ښه ډول رسېدنه وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۵/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۷/۱۲/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۸۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د تورخم څخه ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۹۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۹ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۴۹ تنه کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۳۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې درې تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه حافظان، دوه تنه دیني عالمان، ۲۸ تنه غریبکار او ۱۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۳۲۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۱۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۲۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۴۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۹۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه حافظان، ۴۶ تنه غریبکار او ۱۶ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

آنګور اډې لار

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۲ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۳۰۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۶۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په نیمروز کې ۲۰۳تنه کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۸۸ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو دوه تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په هرات کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په هرات کې ۵۰تنه کډوال تداوي شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۱۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۰۱ کورنۍ ۳۷۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:          ۲۵ کورنۍ ۱۴۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:           ۹۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۱۲۱کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                  ۸۴۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:               ۱۹۴ عدده

له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغان حکومت جدي هوډ!

ایران د افغان پانګوالو له لوري په چابهار بندر کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګریز برج د جوړولو اعلان کړی.

د ایرنا رسنۍ د راپور له مخې د ایران چابهار ازادي سیمې ملکي او زیربناوو مرستیال عبدالحکیم اصفي دغه پروژه یوه ویاړلې پروژه بللې او ویلي یې دي، چې دا پروژه ایران کې د افغان سوداګرو کډوالو ډلې له لوري پیل شوې ده.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ډېرې مهمې بللې او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د چابهار بندر له لارې د افغانستان خصوصي سکټور د پانګونې او فعال حضور شاهدان واوسو.

د دې تر څنګ له افغانستان څخه ایران ته تللي تخنیکي پلاوي د ایران په چابهار بندر کې د تخنیکي ستونزو د حل خبر ورکړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان چابهار بندر د افغان پانګوالو په ګټه بولي او وايي، چې یاد بندر د هېواد اقتصادي برخې لپاره مهم رول لري.

داسي مهال چابهار بندر کې د افغان سوداګرو پانګونه زیاته شوې، چې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې همغږي کوونکي ضیاالحق سرحدي په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د ځینو ستونزو له امله له پاکستان څخه افغانستان ته ۷۰ سلنه سوداګري او ترانزیټ کم شوی او افغان پانګوال خپله سوداګري د چابهار او عباس بندر له لارې ترسره کوي.

محمد اسماعیل وفا

د مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال لیدنه؛ د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر  رشید مُرَدوف سره لیدنه کړې.

په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپل ترکمن سیال څخه د بلنې او هرکلي مننه کړې او ویلي يي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ او راتګ زیاتوالی د نژدې او دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې؛ د دوې اړخیزې سوداګرۍ او مالونو انتقالاتو کې د زیاتوالي په موخه باید افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل ته د ترکمنستان د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې راشي.

سرپرست وزیر له ترکمن لوري مننه کړې، چې د افغانستان د رېل پټلۍ پرسونل ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرګنده کړه چې افغان محصلینو ته د ترکمنستان بورسيې زیاتي شي.

سربېره پر دې ښاغلي متقي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه پوره معلومات وړاندې کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې په نژدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل پرانیزي.

همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هرات نورالجهاد سبسټېشن کې د کارونو د پرمختګ، هرات ولایت کې د برښنا زیاتوالي او د ټاپ پروژې په اړه د افغان لوري د تیاریو معلومات وړاندې کړي دي.

مولوي امیر خان متقي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرني سیاست یوه اساسي ستن اقتصادمحوري ده، چې په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال تمرکز لري او د افغانستان د لویو لارو او رېل پټلۍ جوړول د امارت په لومړیتوبونو کې دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ترکمن لوری هڅولی، څو د تورغنډۍ-هرات ښار او اندخوی-شبرغان پر لور تر مزارشریف پورې د رېل پټلۍ د لیکې د غځولو په برخه کې پانګونه وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ افغانستان سره یې د هېواد د سوداګرۍ زیاتوالی ستراتیژيک لومړیتوب دی او دواړه ټیمونه به کار وکړي، چې ترکمنستان ته د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي پرسونل تګ راتګ کې اسانتیاوې راشي.

ښاغلي مُرَدوف تیاری ښودلې، چې افغان محصلینو ته د برښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.

نوموړي ویلي؛ هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې کافي کار کړی دی او د دواړو هېوادونو مشترک ټیمونه به کار کوي، ترڅو په لنډ راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل وشي او ټاپي پروژه یې د ترکمنستان لپاره ستراتیژیک اهمیت بللی دی.

رشید مُرَدوف ویلي، د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي، چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان پر لور د وسپنې پټلۍ غځونه یې هېواد ته ستراتیژیک اهمیت لري.

نوموړي ویلي؛ تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.

په دې یو ورځنیو کاري مذاکراتو کې د لاجوردو لارې په پراختیا هم خبرې شوي او هوکړه شوې، چې په نژدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پینځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په لوړه کچه پر اړوندو برخو ګډ کار ته ادامه ورکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو د ګټو په برخه کې ستر عملي ګامونه پورته شي.

د ایرلینډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۶ کسېز نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ په ډاګه کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي، چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي. 

د ایرلنډ پر وړاندې ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډلې ته رحمن الله ګربز هم اضافه شوی دی او ممکن د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د نوموړي ترڅنګ ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی خلیل ګربز هم لوبډلې ته اضافه شوی.

د بورډ په وینا؛ خلیل ګربز په کورنيو فرسټ کلاس سیالیو کې خورا ښې لوبې کړې او په ۱۷ پاڼیو کې ۴۰ ویکټې ترلاسه کړې دي، چې په یوه پاڼۍ کې یې ترټولو ښه توپ اچونه د ۱۲۵ منډو په بدل کې د ۶ ویکټو ترلاسه کول دي. 

چټک توپ اچوونکی ابراهیم عبدالرحیمزی چې له دې وړاندې د بنګله دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې برخه و، هم لوبډلې ته اضافه شوی دی.

د دې ترڅنګ دوه نور چټک توپ اچوونکي یمین خان احمدزی او محمد سلیم ساپی، چې د سریلانکا پر وړاندې د ټېسټ لوبډلې برخه و، د ټپونو له امله د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله کې ندي ټاکل شوي. 

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي؛ موږ په تېرو ۱۵ کلونو کې له ایرلنډ سره د کرېکټ لوبې ډېره اوږده مخینه لرو، دواړو لوبډلو د یو بل پر وړاندې ډېرې لوبې کړې او دغه راز یې په یوه وخت کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دا به د یادې لوبډلې پر وړاندې زموږ دویمه ټېسټ لوبه وي او د ښې لوبې هیله یې څرګنده کړې.

اجراییوي رییس ویلي؛ افغان لوبډله به له دې وروسته د بنګله دېش، نیوزیلنډ او زمبابوې پر وړاندې هم ټېسټ لوبې ترسره کړي او هڅه کوي، چې یادو سیالیو لپاره غوره لوبډله تیاره کړي. 

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخېل د لوبډلې د تیاریو په اړه ویلي؛ د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې ۲۲ افغان لوبغاړو او ټولو روزونکو ګډون درلود، چې د ایرلنډ پر وړاندې لوبې ته یې خورا ښه چمتووالی نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د تمریناتي کمپ له بشپړې څارنې وروسته دغې لوبې ته ۱۶ کسیزه لوبډله غوره کړه، یو شمېر نوي لوبغاړي، چې په تېرو کورنیو سیالیو او یاد تمریناتي کمپ کې یې ښې لوبې وکړې، هم لوبډلې ته اضافه شوي دي.

د افغان لوبډلې په ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ شامل دي. 

دا د افغان ملي لوبډلې ۹مه ټېسټ لوبه ده، چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې هم دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.