ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 47

ملا نورالله نوري ټپیانو او معلولو مجاهدینو ته؛ د اسلامي نظام حاکمیت ستاسو د قربانیو او سرښندنو پایله ده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د تېر شل کلن جهاد له ټپیانو، معلولو او فلج شویو مجاهدینو، سیمه‌ییزو قومندانانو او مسوولینو سره لیدنه کړې ده.

ملا نورالله نوري مجاهدینو ته ویلي؛ دا ستاسو د قربانیو او سرښندنو پایله ده، چې نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او د بهرنیو اشغالګرو شتون پای ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، که د مجاهدینو قربانۍ او شهادتونه نه وای، نو دا بریا او ازادي به نه وه ترلاسه شوې.

ښاغلي نوري همداراز د سیمې مجاهدینو او مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې خپل نیتونه مو نور هم اصلاح کړئ، له خلکو سره ښه چلند کوئ او په خپلو چارو کې له عدالت، احتیاط او حوصلې کار واخلئ.

د افغانستان او تاجيکستان ترمنځ د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاريو پر پياوړتيا ټینګار

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار، د تاجيکستان په پلازمينه دوشنبه کې د ياد هېواد د انرژۍ له وزير دلير جمعه سره ليدلي او د برېښنا په برخه کې د همکاريو پر پياوړتيا او د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه يې ورسره خبرې کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت د مسولينو په وينا؛ ياده ليدنه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي ریيس د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو پر چټکتيا، د دغې پروژې پلي کوونکو قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو پر حل او د تخنيکي همغږۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

بل خوا د تاجيکستان د انرژۍ وزير د يادې پروژې ستراتيژيک اهميت ته په اشارې سره وويل، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه نه يوازې د سيمه‌ييز اتصال يو مهم ګام دی، بلکې د انرژۍ د تبادلې او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره هم يو بنسټيز فرصت برابروي او د دې پروژې د چارو په همغږۍ او چټکتيا کې يې د دوامداره هڅو او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

د يادونې وړ ده، چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د برېښنا لېږد ګډو همکاريو يوه مهمه پروژه ده، چې عملي چارې يې په کور دننه د پام وړ پرمختګونه لري.

ټول هېواد کې خلکو ته د کورونو جوړلو اجازه ورکړل شوه

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد‌الله فطرت ملي راډیو ټلویزیون ته ومنله، چې رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند ټولو دولتي ادارو ته امر کړی، څو خلکو ته د کورونو جوړولو اجازه ورکړي.

د دغه حکم پر بنسټ، د کابل په ګډون ټول هېواد کې هغه کسان چې شرعي قباله، د مالیې ټکټ، عرفي سند او د جومات امام تاییدي ولري، کولای شي کورونه جوړ کړي.

همدارنګه په دغه حکم کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې پدې برخه کې دې هېچا ته ستونزې نه جوړوي، د ښاروالۍ او اراضي اداره باید تر یوې میاشتې د ممنوعه سیمو نقشې مشخصې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي: د ازادۍ ساتنه د افغانانو یووالي او ګډو هڅو ته اړتیا لري

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدلي او د پراختیایي پروژو د پلي کېدو ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړي د سفر په پیل کې د «چهارسای» سیمې د شهیدانو هدیرې ته ولاړ او د هغوی روحونو ته یې دعا وکړه. همداراز یې د یوې دیني مدرسې له لیدنې پر مهال زده‌کوونکي د دیني علومو زده کړې ته وهڅول.

دغه‌راز ښاغلي حنفي وروسته د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو له یو شمېر مسوولینو او مخورو سره د زمردسای په نفتي سیمه کې لیدنه وکړه.

نوموړي د تېرو جګړو پر مهال د خلکو او مجاهدینو قربانۍ یادې کړې او ویې ویل، اسلامي امارت د خلکو د سرښندنو او الهي نصرت په پایله کې بریالی شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ، چې د ازادۍ ساتنه د افغانانو یووالي او ګډو هڅو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال همداراز وویل، چې د قوشتیپې کانال څخه به یو فرعي کانال د کرنیزو ځمکو خړوبولو او شبرغان ښار ته د څښاک اوبو د رسولو په موخه جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په روان کال کې یو شمېر پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي او په پرله‌پسې ډول به په هېواد کې پلي شي.

بلخوا، د قوشتیپې ولسوالۍ اوسېدونکو د نوموړي هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې وروستیو کې امنیت ټینګ شوی او د سړکونو د قیر کولو او د برېښنا د لېږد په برخه کې شوي اقدامات د ستاینې وړ دي.

د غونډې په پای کې د سیمې خلکو د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې به د نظام تر څنګ ولاړ وي.

ایران په عمان سمندر کې پر ايراني کښتۍ د برید وروسته امریکا ته خبرداری ورکړی

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د عمان په سمندر کې پر یوې ایراني سوداګریزې کښتۍ د برید ادعا کړې او امریکا یې د «اوربند په نقض» او «سمندري غلا» تورنه کړې ده.

د دغې قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، امریکایي ځواکونو پر یادې کښتۍ ډزې کړې او خپل سرتېري یې د کښتۍ پر سر ښکته کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به دې پېښې ته «قاطع ځواب» ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې امریکايي سمندري ځواکونو یوه بار وړونکې کښتۍ، چې د ایران بیرغ پرې و، د خبرداریو له نه منلو وروسته درولې او نیولې ده.

ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ادعا کړې، چې یادې کښتۍ هڅه کوله د امریکا له سمندري محدودیتونو تېره شي.

د هغه په وینا، د کښتۍ عملې د ډزو خبرداریو ته پام ونه کړ، له همدې امله امریکايي ځواکونو د هغې د ماشین برخه په نښه کړه او کښتۍ یې ودروله.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام: هڅه کوو چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریالي موضوعاتو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام  (UNDP)له استازو سرګي وولکوف او نجیب الله یوسفي او همدا راز د رها موسسې له مرستیال سره لیدنه کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو د چمتو شوي ملي راپور د مخ‌کتنې؛ دوو چاپېریالي پروژو د تطبیق او GEF-9 غونډې په هکله هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د (UNDP) کارونه قابل د قدر دي؛ ځکه په دې برخه کې دوی کافي تجربه لري او هیله یې ښولې چې چاپېریالي مسایلو ته باید ډیره پاملرنه وکړي.

دغه‌راز ښاغلي خالص د (UNDP) له مسوولینو غوښتي، چې د چاپېریالي پروژو د ارزونې لپاره باید د یوه تخنیکي ټیم د څارنې زمینه برابره شي؛ ترڅو د پروژو مؤثریت او مثمریت تثبیت او مخکې ګامونه واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د اقلیم بدلون څانګې مسوول سرګي وولکوف د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي ریس څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، سره له دې چې افغانستان له ډیرو چاپېریالي ستونزو سره مخ دی؛ خو ډیر فرصتونه هم لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې په ګډه همغږۍ سره باید له شته فرصتونو څخه کار واخیستل شي.

دغه‌راز سرګي وولکوف  ژمنه کړې، چې (UNDP) به هڅه وکړي؛ ترڅو له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او په ګډه کار وکړي.

په پای کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار کړې او هوکړه یې کړې، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي او د شته ستونزو د هوارولو لپاره دې مناسبې حل لارې چارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګری وزیر اوزبیکستان ته سفر وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په «INNOPROM Central Asia» نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته سفر وکړ.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دغه نندارتون د صنعت د ودې، د پرمختللې تکنالوژۍ او د پانګونې برخه کې همکاریو پراختیا په مخه پرانیستل کېږي.

د یاد وزارت په وینا؛ دې نندارتون کې به د پنبې، ډبرو سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو له ۶۰ زیات افغاني شرکتونه ګډون وکړي.

ايران غواړي چې له افغانستان سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته پراختیا ورکړي

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علی‌رضا بیکدلی، د زنجان د صنعت او سوداګرۍ او کرنې خونې له مسولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې ایران غواړي له افغانستان څخه د سوداګریزو توکو واردات زیات کړي.

د ایران د سفارت د خبرپاڼې له مخې، بیکدلي د دغه هېواد له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په روان کال کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د همدې تګلارې له مخې لا پیاوړي کړي.

سید عباس عراقچی: ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت ساتلو لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو کار واخلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره د سیمې د بدلونونو او د ایران او امریکا د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

دغو خبرو کې عراقچي د ایران د بندرونو سواحلو او کښتيو ګواښول، د ګواښ ډکې څرګندونې، نامعقولې غوښتنې او پرله‌پسې متناقضې خبرې د امریکا د بد نیت او په ډیپلوماسۍ کې د نه جديت څرګندې نښې بللي.

ښاغلي عراقچي دغه راز ویلي، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او ملي امنیت د ساتنې لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه کار واخلي.

مولوي اميرخان متقي: د لامان – قیصار سړک پروژې پلې کول د اقتصاد او سوداګرۍ وده کې اغېزمن دی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او ورسره مل پلاوي بادغیس ولایت ته په سفر کې د یاد ولایت له والي محمد حنیف حمزه سره لیدنه کړې.

د بادغیس ولایت مسولینو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د مهمو پراختیايي پروژو، اقتصادي فرصتونو او د بادغیس د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د خبر پاڼې پر اساس، د بهرنیو چارو وزیر د لامان ـ قیصار حلقوي سړک جوړولو چارو پرانیستل یو مهم پرمختګ ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې د یادې پروژې پلې کول د هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ ودې برخه کې اغېزمن دی.

د بادغیس والي همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د یاد سړک د پاتې برخو چارو د بشپرولو لپاره هڅې روانې دي.