ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ سیمه‌ییزو مسولینو او د ایران د رېل‌پټلۍ ادارې پلاوي د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

د ایران د رېل‌پټلۍ ادارې یوه لوړ پوړي پلاوي پرون (سې‌شنبه، د وږي ۲۵مه) مزارشریف ښار ته د سفر په ترڅ کې د بلخ له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره لیدنه کړې او پر دوه اړخيزو اقتصادي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، ایراني پلاوي په دې سفر کې د حیرتان-ترمذ د اوسپنې پټلۍ څخه لیدنه کړې او د راتلونکو همکاریو په اړه یې خپلې ارزونې وړاندې کړې دي.

د بلخ مرستیال والي ویلي، چې د مزارشریف-حیرتان پټلۍ د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د دې ډول پروژو امنیت او همکاري تضمینوي او د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره یې اړینې بولي.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې مسولینو ویلي، چې هڅه کوي د ګډو همکاریو په لړ کې د ریل‌پټلۍ د غوره خدمتونو او پرمختګ په برخه کې عملي ګامونه واخلي.