د ایران د رېلپټلۍ ادارې یوه لوړ پوړي پلاوي پرون (سېشنبه، د وږي ۲۵مه) مزارشریف ښار ته د سفر په ترڅ کې د بلخ له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره لیدنه کړې او پر دوه اړخيزو اقتصادي همکاریو یې خبرې کړې دي.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، ایراني پلاوي په دې سفر کې د حیرتان-ترمذ د اوسپنې پټلۍ څخه لیدنه کړې او د راتلونکو همکاریو په اړه یې خپلې ارزونې وړاندې کړې دي.
د بلخ مرستیال والي ویلي، چې د مزارشریف-حیرتان پټلۍ د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د دې ډول پروژو امنیت او همکاري تضمینوي او د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره یې اړینې بولي.
د ایران د رېل پټلۍ ادارې مسولینو ویلي، چې هڅه کوي د ګډو همکاریو په لړ کې د ریلپټلۍ د غوره خدمتونو او پرمختګ په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

