ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د صهیونیستي یرغلګرو په وروسیتو بریدونو کې ۳۷ فلسطینیان شهیدان شوي

پر غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ فلسطینیان شهیدان شوي. له دې جملې یوازې ۳۰ په غزه ښار کې شهیدان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په غزه ښار کې د سترګو او ماشومانو روغتونونه د اسرائیلو د بریدونو له امله تړل شوي او له خدماتو لوېدلي دي.

په غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له شدت وروسته ګڼو لوېدیځو هېوادونو د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو اعلان کړی دی.

فرانسې، بلجیم، مالټا، اندورا، موناکو او لوګزامبورګ د امریکا په نیویارک ښار کې د یوې ناستې پر مهال فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

له دې وړاندې بیا برېتانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال په رسمي ډول فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی و.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۵ زره او ۳۴۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۶ زره او ۷۹۵ نور ټپيان شوي دي.

د شمېرو له مخې، اسرائیلي عسکرو د روان کال په مارچ میاشت کې د اوربند له یو طرفه ماتولو وروسته په غزه تړانګه کې لږ‌ تر‌ لږه ۱۲ زره او ۷۸۵ فلسطینیان شهیدان او ۵۴ زره او ۷۵۴ نور ټپیان کړي دي.