ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د فرانسې په ګډون شپږو نورو هېوادونو فلسطین په رسمیت وپېژانده

فرانسې، بلجیم، مالټا، اندورا، موناکو او لوګزامبورګ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له عمومي غونډې وړاندې د یوې ناستې پر مهال د امریکا په نیویارک ښار کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشريزې ته د وينا پر مهال ویلي، چې د سولې وخت راغلی… او په غزه کې روانه جګړه هېڅ شي نه شي توجیه کولای.

د برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا او پرتګال د هېوادونو مشرانو، چې له دې وړاندې یې فلسطین په رسمیت پېژندلی و، هم دې ناسته کې ویناوې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب پرون (دوشنبه، د وږي ۳۱مه) په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړه شوې وه.

یوه ورځ وړاندې بیا برېتانیا، کاناډا، اسټرالیا او پرتګال په رسمي ډول فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی و.

فلسطین تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له جملې څخه ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.