د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، هغوی چې په دین اعتراض لري، نیوکې یې تازه نه دي او نه باید ارزښت ورکړو.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت هېڅ پرېکړه او قانون د شریعت خلاف نه دی، هغوی چې د اسلام احکام مني په دې اړه دې اندېښنه نه کوي.
دغه راز نوموړي د زوجینو د تفریق اصولنامې ته په اشاره ویلي، په شریعت کې پلار او نیکه حق لري چې لور او لمسۍ په ماشوم توب کې په نکاح وکړي، په دې شرط چې مهربانه وي، د بې رحمۍ مخینه ونه لري، ذهني اختلال ونه لري، په نشو روږدی نه وي او د فقر اثر پرې نه وي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې دغه اصولنامه په پرېکړو کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره صادره شوې، نه په نکاح د ماشومانو د ورکړې په موخه.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر بنسټ هېڅوک نشي کولای له خوښې پرته انجلۍ په نکاح ورکړي.
د نوموړي په وینا؛ تېر کال د اسلامي امارت محاکمو او امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د جبري نکاح زرګونه دوسیې حل کړې، چې دا د اسلامي امارت د پاملرنې ښکارندويي کوي.

