د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د ننګرهار له والي حاجي ګل محمد سره لیدنه وکړه.
په پېل کې کې د یاد ولایت والي له ښاغلي خیرخواه سره ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر فعالیتونو خبرې کړې او د یاد ریاست پرمختګونه او نوښتونه یې ستایلي.
نوموړي ویلي، چې په فرهنګي برخه کې باید لا نوښتونه رامنځته شي.
دغه راز یې د ولایت مقام لخوا د همکارۍ ډاد ورکړی دی.
ښاغلي خیرخواه د ښه راغلاست ترڅنګ د دوئ له هر اړخېزي همکارۍ مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه شکل روان دي.
د دې ترڅنګ یې هلته د فرهنګ، ځوانانو او تاریخي سیمو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.