ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۶۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۱)کورنیو سره مجموعًا (۹۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۴۲۵)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۲)تنه و، فراه، هلمند، هرات او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۸۵۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۱)کورنیو سره مجموعًا (۹۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۲۵۱)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۴)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۱۵۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۵۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۸۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷۶)تنه و، هرات، غرني، کندهار، زابل، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۴۴۲۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۵۷)کورنیو سره مجموعًا (۱۲۸۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۲۰۵۴)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: په تخته پل کمپ کې مهاجرینو ته (۱۷۳) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۸۱۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۵۶۷۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶۰۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۱۷۷)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۹۴۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۳۳)کورنیو سره مجموعًا (۶۰۲۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۸۱۱)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې (۹۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۸)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه (۴۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۶)تنه و، لښکرګاه، خانشین، بینادر، دیشو او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۳۴۸۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹۲)کورنیو سره مجموعًا (۸۱۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۲۰۵)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۷۹)تنه و، سمنګان، کندوز، بلخ، خوست، بغلان، جوزجان، دایکندي، تخار، کاپیسا، غزني او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۷۸۱۷۱۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال: (۱۲۰۳)کورنۍ او (۷۸۰۴)افراد

لېږدول شـوي کډوال: (۹۴۷)کورنۍ او (۵۰۳۰)افراد

مرسته شوي کډوال: (۱۱۲۴)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۹۹۸)عــــدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا