ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې ‘په لوړو زده‌کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړیوال کنفرانس’ جوړ شو

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ هرات کې د یوه خصوصي پوهنتون له لوري ‘په لوړو زده‌کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړیوال کنفرانس’ جوړ شو.

د دې کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزیر، د دې وزارت علمي مرستیال، د هرات والي، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رهبرۍ پلاوي او د هند، اوزبیکستان، ایران، ترکیې، بنګله‌دېش، انګلستان، سریلانکا او پاکستان هېوادونو ۲۹ بهرنیو او داخلي استادانو او څېړونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ویلي، چې د کیفیت په تضمین سره د انسانیت ټول ژوند برابرېږي او انسان په هر میدان او هر طرف کې کیفیت ته اړتیا لري.

نوموړي له فتحې وروسته د لوړو زده‌کړو وزارت لاسته‌راوړنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې موږ په درېیو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لرو؛ د فساد ازاله، د کمزوري حالت ځواکمنتیا او پراختیا ده.

ښاغلي ندیم زیاته کړې، چې د لوړو زده‌کړو په نظام او په ځانګړي ډول نصاب کې ډېرې ستونزې وې، د بېلګې په ډول د ډاروین عقیدې تدریسېدې، اخلاقي فساد ته لمن وهل کېده او نور د اسلام مقدس دین د عقیدې او ارزښتونو خلاف محتوا تدریسېده، چې له منځه وړل شوې ده.

هغه د خصوصي پوهنتونونو له استازو غوښتي، چې پخپلو علمي او تدریسي چارو کې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه هر مسول د نظام د استازي په توګه مسولیت لري، چې په پوره اخلاص او ښه ډول خپل مسولیت ادا کړي.

همدا راز ژمنه یې کړې، چې لوړو زده‌کړو وزارت او اسلامي امارت یې پوره ملاتړ کوي او د پرمختګ زمینه ورته برابروي.

د یادونې وړ ده، چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې به د داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري ۶۵ مقالې وړاندې شي.