ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان د بلخ-هرات اوسپنې پټلۍ پر پروژه پانګونې ته چمتووالی ښودلی

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان له سفیر ایبک عثمانوف سره په کتنه کې په دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو، ريلي او ټولنیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د زېربنایي پروژو په پلې کولو هم خبرې شوې دي.

دغه راز د اوزبیکستان سفیر ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د بلخ-هرات اوسپنې پټلۍ په پروژې پانګونه وکړي.

همدا راز دې کتنه کې د حیرتان بندر د دوستي پل په بیا رغولو هم بحث شوی او پرېکړه شوې، چې د دواړو هېوادونو ګډ تخنیکي پلاوی به له یاد پل څه لیدنه کوي.