ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا هدایت‌الله بدري: صنعت‌کاران باید په تولیداتو کې کیفیت ته پاملرنه وکړي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د مدیره پلاوي د پېژندنې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په دې غونډه کې ویلي، چې صنعت‌کاران باید پخپلو تولیداتو کې کیفیت ته پاملرنه وکړي او د سوداګرۍ او صنعت تر منځ برابري په پام کې ونیسي.

ښاغلي بدري له سوداګرو او صنعتکارانو سره ژمنه کړې، چې په اړوند چارو کې به اسانتیاوې ورته رامنځته کوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر په پای کې د چارو د لا ښه‌والي په موخه د همکاریو ډاډ ورکړی دی.