د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۸۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۷) کورنیو سره مجموعًا (۵۹۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۳۳)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه (۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱)تنه و، کندهار، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۹۲۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۹)کورنیو سره مجموعًا (۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۳۵۴)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۱۰)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۲۸۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۹۴)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه (۲۵۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۳۸۳)تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، اورزګان، نیمروز، لوګر او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۱۱۴۵۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸۷)کورنیو سره مجموعًا (۲۴۵۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۵۸۳۰)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۳۵۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۴۷۰)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۸۲۰)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۴۳۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۷۴)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۵۶۹۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۳۵)کورنیو سره مجموعًا (۴۳۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۱۸)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هلمند
بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې (۶۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۵۳)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه (۵۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰۵)تنه و، لښکرګاه، بنادر، دیشو، ګرمسیر او نیمروز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۳۵۶۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳۲)کورنیو سره مجموعًا (۷۷۷)افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۳۵۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۵۱)تنه و، کندز، بلخ، بغلان، خوست، غزني، پروان، جوزجان، تخار، او پکتیکا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۲۶۵۳۱۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: (۹۱۰)کورنۍ او (۵۳۶۲)افراد
لېږدول شـوي کډوال: (۱۱۴۴)کورنۍ او (۶۱۸۴)افراد
مرسته شوي کډوال: (۱۰۵۰)کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۸۴)عــــدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

