ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د سرپل له لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پیژندنې کمیټې غړي او د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنو د نړیوال مرکز رییس سر محقق کتاب خان فیضي د یوه پلاوي په مشرۍ د سرپل د فرهنګي میراثونو او لرغونو سیمو د سروې او لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی.

دې پلاوي د سرپل د اطلاعاتو او کلتور د رییس ملا عبدالغفار حقنما په ملتیا له بالاحصار، د پل خشتي له جومات او د خشت پل له هغه ابدې څخه، چې د تیموریانو د دورې له تاریخي اثارو څخه شمېرل کېږي او په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د لرغونو اثارو په توګه ثبت

ده، لیدنه کړې ده.

د ياد پلاوي مشر ښاغلي فیضي د سفر موخه د لرغونو سیمو په ځانګړي ډول د بالاحصار د حریم ټاکل او د دې ولایت د لرغونو ابداتو د وضعیت ارزونه بللې ده.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د لرغونو او فرهنګي ځایونو د ساتنې لپاره ځانګړي پلانونه لري او لرغوني اثار او فرهنګي میراثونه د هېواد د هویت څرګندونه کوي.

ملا عبدالغفار حقنما د لرغونو ابداتو او سیمو د ساتنې په موخه د وزارت د مشرتابه له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې تاریخي ابدات زموږ ملي شتمنۍ دي او ساتنه یې په حقیقت کې د هېواد د هویت او فرهنګ ژوندي ساتل دي.

د یادونې وړ ده، چې پلاوي د بالاحصار له کلا څخه د لیدنې پر مهال د دغه کلا د حریم د ټاکلو لپاره له استفاده شویو موادو څخه ارزونه کړې او د څلورو سیمو جی ‌پي‌ اس يې هم اخیستی دی.