ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یونسکو سازمان د لرغونو اثارو د بیا رغونې او ساتنې مسولې د بامیان لرغوني اثار په زړه پورې بللي

په بامیانو ولایت کې د لرغونو اثارو د بیارغونې او ساتنې مسولې الیسا پانوسیا او د یونسکو د ساینسي، تعلیمي او کلتوري سازمان د لرغونو اثارو د بیارغونې انجینر ډیویډ فاوارون د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رییس سره لیدنه کړې. 
 په دې لیدنه کې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي صفي الله رائد د دغه ولایت د لرغونو اثارو په ساتنې د ټينګار په ترڅ کې ویلي، چې باميان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې پکې زيات شمېر ارزښتناک لرغوني او تاريخي ابدات شتون لري او دغه لرغوني ابدات باید خوندي شي.
همدارنګه ښاغلي رائد د باميانو د لرغونو اثارو ساتنې په برخه کې د يونسکو موسسې له دوامداره  ملاتړ څخه مننه کړې، چې د باميانو لرغوني اثار د بيا رغولو په برخه کې يونيسکو د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري کوي.
دغه راز د یونسکو د لرغونو اثارو د بیا رغونې او ساتنې مسولې الیسا پانوسیا د بامیان ولایت لرغوني اثار په زړه پورې بللي او پر ساتنه یې ټینګار کړی.