ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ګرځندوى نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ګرځندوى نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه، نشراتي مرستیال مهاجر فراهي، د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي، ګڼ شمېر نورو مسولینو، بهرنيو ډیپلوماتانو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي، چې د هېوادونو ترمنځ د اتباعو تګ راتګ د سیاحت لپاره د هغو هېوادونو پر سیاسي اړیکو مثبت اغېز کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د بهرینو هېوادونو پر وګړو غږ کوو، چې راشئ دلته د سیاحت ترڅنګ زموږ امنیتي وضعیت وګورئ او د تېر سره یې پرتله کړئ، چې دلته کلونه کلونه څه تېر شوي دي.

ښاغلي خیرخواه ویلي، افغانستان ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري، الحمدلله اوس امنیت راغلی دی د هر هېواد سیلانیان یې د لیدو لپاره راتلای شي.

سرپرست وزیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ډاډ ورکړی، چې افغانان میلمه پاله خلک دي او پر هېوادوالو یې غږ کړی، کوم بهرنیان چې دلته راځي او اجازه لیک ولري هغه زموږ مېلمانه دي باید په ښه شان یې رخصت کړو.

د دې وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي ویلي، د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو او د بشپړ امنيت په ټينګښت سره هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د بامیانو، نورستان، سرپل او غور په څلورو تفريحي او تاريخي سيمو کې د عصري هوټلونو جوړولو په طرحه کار روان دی.