د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت په کوربتوب کابل کې د علماوو، متنفذینو او مسولنیو تر منځ لویه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د اسلامي نظام پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د منکراتو مخنیوي لپاره خلک باید له مسولینو سره مرسته وکړي.
په یاده غونډه کې علماوو د اسلامي نظام د پیاوړتیا او دوام لپاره ټینګه ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې د منکراتو مخنیوی د ټولو علماوو ایماني وجیبه او مسولیت دی.
د امربالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د اسلامي نظام ساتنه د علماوو او مسولینو تر څنګ د ټولو ګډ مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې د اسلامي نظام مخالفین باغیان دي.
په دې غونډه کې مسولینو او علماوو د فلسطین له مجاهدینو خپل ملاتړ اعلان کړی او په اسلامي هېوادونو یې غږ کړی، چې د صهیونیسیتي رژیم پر وړاندې دې د فلسطین له مجاهد ولس څخه ملاتړ وکړي.
د یادې غونډې ګډونوالو د هرات د غمیزې شهیدانو ته د الله له دربار څخه د جنت فردوس، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.
دوی په ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه په سوداګرو او شتمنو غږ کړی، تر څو د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.