ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د اقلیمي بدلون نړیواله اونۍ ونمانځل شوه

نن کابل کې د اقلیمي بدلون نړیواله اونۍ ونمانځل شوه، چې ګڼو لوړ پوړو امارتي چارواکو ګډون پکې کړی و.

په دې مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د اقلیمي بدلون نړۍوالې اونۍ د نمانځلو موخه د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي لوړول د ګلخانه یي ګازونو انتشار دکمولو لپاره هڅه او مبارزه، له اقلیمي بدلون سره سازښت، دمالي منابعو دراټولولو لپاره دعدالت غوښتنې هڅو بسیج کول او د پرمختللو هیوادونو متوجې کول، چې دګلخانه یي ګازونو د انتشار کچه یې لوړه ده او له همدې امله یې بشري ټولنې او نورو هیوادونو ته زیانونه اړولي دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د شل کلن اشغال پر مهال افغانستان کې د یرغلګرو له لوري د باروتو کارولو له امله د افغانستان اقلیم سخت زیانمن شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ګلخانه‌یې ګازونو د له منځه وړلو او چاپېریالي تودوخې کمولو او ښه‌والي لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوي.

دغه‌راز ښاغلي حنفي د اسراییلو له لوري پر غزه بمباري د چاپېریال ساتنې او بشري حقوقو د اصولو خلاف کړنه ګڼلې او په سختو ټکو یې غندلې ده.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو له سازمان او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دې بریدونو مخه ونیسي.

د کرنې او اوبو لګولو سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې د ځمکې د تودوخې لوړوالی او اقلیمي بدلون ډلییز اقدام ته اړتیا لري، تر څو سیمه او ټولنه له دې ډول جدي ګواښونو څخه وژغورل شي.

یاده اونۍ د اسلامي امارت لوړ پوړو مشرانو، د سفارتونو، ملي او نړیوالو بنسټونو استازو په ګډون د (راتلونکي اقلیمي ثبات لپاره د افکارو تړون) په عنوان ونمانځل شوه.