ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خيرالله خیرخواه: ليکوالان او اديبان دې خپل قلم د ټولنې د خير او پرمختګ په پار وکاروي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د کلتوري او هنري جایزو د وېش غونډې ته په وینا کې ویلي، ليکوالان او اديبان دې خپل قلم د ټولنې د خير او پر مختګ لپاره وکاروي.

ملا خيرالله خیرخواه زیاته کړې؛ ستاسې لیکوالانو، شاعرانو او ادب پوهانو لیکنې، نثرونه او شعرونه پر ټولنه خصوصا پر ځوان قشر مثبت اغېز کوي.

د نوموړي په وینا؛ ۴۴ کاله افغان ملت ته داسې موقع په لاس نه وه ورغلې، چې یو مرکزي حکومت دې وجود ولري او یوه قومنده دې وي، نو راځئ له دې فرصت څخه په استفادې خپل هڅاند استعدادونه په کار واچوو او د قلم په ژبه پیاوړی خدمت وکړو.

سرسپرست وزیر ویلي؛ د خپلو نوي نسلونو ذهنونه او مفکورې لومړی د اسلام او بیا د وطن ابادولو ته راوګرځوئ، په دې سره به مو خپل وحدت او ارتقا ژوندۍ ساتلې وي.