ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جبل السراج شاهي ماڼۍ د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوه

د جبل السراج شاهي ماڼۍ، چې د بيارغاونې چارې يې په ۱۳۹۷ کال کې پيل شوې وې، د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریيس مولوي عبدالحنان عارف الله او مرستيال والي مفتي محمد ادريس انوري په شتون کې د سیلانیانو پرمخ پرانيستل شوه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د چارو رییس مولوي عبدالحنان عارف الله ویلي؛ چې د بریا تر ټولو مهمه وسیله د خلکو تر منځ یووالی دی، نن د افغانستان شریف خلک تر یوه بیرغ او اسلامي نظام لاندې په ګډه ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د جبل السراج ماڼۍ پرانیستل د حکومت لپاره د عوایدو یوه ښه سرچینه ده.
د پروان ولایت مرستیال مفتي محمد ادریس انوري ویلي، د جبل السراج شاهي ماڼۍ د تاریخي مخینې د لرلو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ښه ځای دی.
نوموړي زیاته کړې، تفریح په اسلام کې جواز لري او خلک کولای شي د اسلام د احکامو په رعایت سره د تفریح لپاره د افغانستان هرې برخې ته ولاړ شي.
همدرانګه د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال ډاکټر سلیم الرحمن هشام ویلي، په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د عامه ګټو د پروژو په برخه کې پراخ ګامونه پورته کړي، چې د نړۍ په کچه یې تصور هم نه و.