د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه د باختر اطلاعاتي اژانس د ظرفیت لوړونې په جوړ شوي سمینار کې ویلي، ولس ته د اسلامي نظام غوره انځور رسول مو مسولیت دی.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانانو ته د خدمت ښه فرصت په لاس ورغلی، له دې وخت نه باید سالمه استفاده وکړو، ولس ته باید د اسلامي نظام خدمتونه روښانه کړو.
افغانستان اوس په هره برخه کې د پرمختګ په لور روان دی، رسنۍ باید نړیوالو ته د افغانستان رېيښتينی انځور وړاندې کړي.
د ښاغلي خیر خواه په وینا، موږ به لا هڅې وکړو ترڅو پر یاد ادرس خپرېدونکي مواد په داسې شکل منظم کړو، چې بهرنۍ رسنۍ د یو ادرس په توګه کار ترې واخلي.
سرپرست وزیر زیاته کړې، زموږ د هر وکړي سره بايد د وطن د ابادۍ فکر وي.