ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو سیلانیانو د پروان له توپدرې سټوپې څخه لیدنه کړې

درېيو روسي سيلانيانو په پروان ولايت کې له توپدرې سټوپې څخه ليدنه کړې.

د یادو سيلانيانو د ليدنې پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی امر عتيق الله ساپي د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه هغوى ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د توپدرې سټوپه يو له تاريخي ابداتو څخه ده، چې شاوخوا دوه زره کاله تاریخ لري.

ښاغلي ساپي زیاته کړې؛ پروان کې له ۸۰ څخه زیات تاریخي، لرغوني او سیاحتي ځایونه شتون لري، چې تر ټولو مشهور یې د توپدرې سټوپه، د جبل السراج تاریخي کلا، د بګرام کلا، عبدالله برج، او جبل السراج تاریخي برجونه دي.

روسي سيلانيانو (اناتولي کولپايف، دارييا سليوا او داريا پوګونينا) د افغانستان  پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تاريخي، لرغونو او سياحتي ځايونو ليدنه یاده کړې او ویلي يي دي، په دغه سیاحتي سفر کې مو د افغانستان تاریخي، ښکلې او په زړه پورې جغرافیه ولیده او خلک یې ښه باعزته او مېلمه پاله دي.

 راغلي سیلانیانو زیاته کړې؛ د افغانستان خلک په رښتیني ډول په یوه داسې خاوره کې ژوند کوي، چې په سلګونو تاریخي اثار لري.

 دوی د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم غوښتي، چې افغانستان ته سفر وکړي او له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړي.