ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې ۴۵ کلنه شخړه په سوله بدله شوه

کندوز ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې شخړه چې څه باندې څلور لسیزې یې دوام کړی و او له امله یې له دواړو لوریو څخه زیات شمېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د مسولینو، علماء کرامو او مشرانو له لوري حل شوه.

د یادې شخړې د روغې جوړې پر مهال د کندوز ولایت د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احسان‌الله ثاقب د شخړې پر څرنګوالي او د دواړو لوریو تر منځ د روغې جوړې په اړه مفصلې خبرې وکړې او په بدي کې ښکېل لوري یې سولي او یووالي ته راوبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د کندوز ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د خلکو په همکاري تر اوسه لسګونه غټې او وړې شخړې حل کړې او د خلکو تر منځ د یو موټي توب او همغږۍ لپاره کار کوي.

د شخړې د ښکېلو لوریو په استازیتوب دوو تنو د دې بدي له حل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، جنګ د حل لاره نه ده او ټولو مسلمانو ملتونو ته په کار ده چې د وروڼو په څېر یو له بل سره ژوند وکړي.