ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کونړ کې له قومونو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد د یوه پلاوي په مشرۍ په کونړ ولایت کې له ولس سره د همغږۍ او د ستونزو اورېدلو په موخه یوه پراخه ولسي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د یاد ولایت والي قدرت الله ابو حمزه، نورو مسولینو، له مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو او دیني عالماوو ګډون کړی وو.

په پیل کې د ولسونو په استازیتو څو تنو قومي مشرانو خبرې کړې او دا یې د شکر ځای یاد کړی، چې لوړ رتبه مسولین د ولسونو غوښتنې اوري.

دوی زیاته کړې، چې د جهاد په وخت کې له مجاهدینو سره اوږه په اوږه درېدلي او د هغوی ملاتړ یې کړی.

قومي مشرانو له مسولو چارواکو غوښتي، چې ددې ولایت په سرحدي ولسوالیو کې دې د سرکونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي چې ولس یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شیخ حضرت ولي حقاني ویلي، چې امیرالمؤمنین(حفظه الله) ولس ته د خدمتونو په برخه کې پوره پاملرنه کوي او هر چا ته د پوره حقوقو ورکولو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د هیواد سرحدونه اوس تر هر وخت خوندي دي او ساتنه یې زموږ ټولو ستر مسؤلیت دی.

د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد ویلي، چې افغانان په یوه نعره او یوه شعار سره راټول شول، د الله ج د دین او خپل هیواد دفاع یې وکړه.

نوموړي زیاته کړې؛ دا پر افغانانو د الله ج ځانګړی احسان و چې له دوی څخه یې د خپل دین د ساتلو کار واخیست.

د ښاغلي عابد په وینا؛ اسلامي امارت په سختو حالاتو کې د اقتصاد، امنیت، مخدره موادو او په هېواد کې د هر ډول ناخوالو په وړاندې جدي مبارزه وکړه.