ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ژبو عالي شورا غړو خپله لومړنۍ ناسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشري د ژبو عالي شورا غړو خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې مولوي عتیق الله عزیزي ویلي؛ خوشحاله یم چې نن له درنو استادانو، لیکوالو او ژبپوهانو سره ناسته لرم.

نوموړي زیاته کړې، چې ژبه الله تعالی انسان ته د یوې لویې پېرزوینې په توګه ورکړې. د ژبو رنګارنګي هم د لوی رب ستر نعمت دی.

د ښاغلي عزیزي په وینا؛ د ژبو له عالي شورا څخه مو موخه او هدف دا نه دی چې یوه ژبه په بله بهتره وګڼو، بلکې له دې لارې به په ګډه د هېواد ژبو ته کار کوو او دا د اسلامي امارت مسؤلیت دی تر څو د هېواد د ټولو قومونو ژبو ته د کار او خدمت زمینه برابره کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال ویلي، چې دا مهال هېواد کې په ۳۰ لهجو خبرې کېږي.

د یادو لهجو د غني کولو، علمي او ادبي پراختیا لپاره به هڅې کوو.

د ژبو عالي شوار چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت په مشرۍ د د ریاست الوزراء د حکم په اساس د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، افغانستان علومو اکاډمي، د خلکو د کلتور ریاست د ژبنیزو کارکوونکو او ازادو لیکوالو او ژبپوهانو په ګډون رامنځته شوې، چې موخه یې د افغانستان ملي او رسمي ژبو ترڅنګ د هېواد د لږکیو ژبو د لا ښه والي لپاره کار کول دي.

د غونډې ګډونوالو د شورا جوړول یو ښه ګام بللی او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

دغه‌راز ټینګار یې کړی، چې موږ باید لومړی د شورا لپاره طرحه او طرزالعمل جوړ کړو، تر څو د همغه طرزالعمل په اساس پر مخ لاړ شو.