ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د قومونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

ننکرهار کې د قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو مرستیال الحاج ملا عبدالخالق عابد په مشري د قومونو او قبایلو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.

یاده غونډه کې، چې دننګرهار قبایلو چارو ریاست کې جوړه شوې وه د یاد ولایت د ټولو قومونو پر استازو سربېره د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یو شمېر نورو مشرانو هم ګډون کړی وو.

د جرګو او قبایلو چارو وزارت مرستیال په دې غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت خپلو خلکو ته د خدمت کولو اراده لري.

دغه‌راز په تېره دوه کلنه دوره کې مو کوښښ کړی، چې لرو پرتو سیمو خلکو ته سیار روغتیایي او د زده کړو امکانات برابر کړو او د همدې ناستو له لارې د خپلو خلکو غوښتنې او وړاندیزونه اورو او لوړپوړو چارواکو او مشرانو ته يې د حل په موخه سپارو.

په غونډه کې د قبایلو چارو وزارت د جرګو لوی رییس شیخ حضرت ولي حقاني ویلي، چې د قبایلو چارو وزارت په ټول هېواد کې د قومونو د یووالي لپاره کار او فعالیت کوي، ترڅو د ورورولۍ په فضا کې د خپلو خلکو لپاره د خدمت کولو جوګه شو.

د یاد ولایت قومي مشرانو دا ډول غونډې د قومونو د لا یووالي لپاره یو ښه اقدام بللی او ویلي یې دي؛ دا چې اوس په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت شتون لري، موږ د خپل نظام له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کوو، چې د ننګرهار د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

هغوی د تورخم-جلال اباد او جلال اباد-کابل سړکونو جوړولو، زر بستریز روغتون باندې عملي کار پیلولو او د برېښنا برابرولو ترڅنګ هېواد ته د راتلونکیو هېوادوالو لپاره خپلو ولایاتو ته د ورتګ زمینې برابرولو وړاندیزونه وکړل، چې د مشرانو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.