د افغانستان اسلامي ام ارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره لیدنه کړې.
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې دواړو خواو پر دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او ورستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، د چین سفیر د ارومچي د خبرو اترو په اړه د افغانستان د رغنده دریځ مننه او ملاتړ کړی او له پاکستان سره يې د افغانستان د سولې خبرو د دوام هیله يې کړې ده.
ښاغلي مجاهد په دې لیدنه کې تر افغانستان وروسته د سیمې د امنیت پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت دریځ د زغم، متقابل درناوي او تفاهم پر بنسټ ولاړ دی؛ خو د تېري پر وړاندې له هېواد څخه دفاع یې مشروع حق دی

