د باختر اطلاعاتي اژانس رييس مولوي ضياء الحق حقمل د سعودي په جده کې ” د کرکې او تشدد په خپرولو کې د رسنيو رول” تر سرليک لاندې د اسلامي همکاریو سازمان د خبري اژانسونو د اتحاديې په ناسته کې ګډون کړی.
مولوي ضياء الحق حقمل وايي، چې په غونډه کې د فلسطین پر موضوع سربېره د اسلامي مقدساتو سپکاوی او د مسلمانانو په مقابل کې په رسنیو کې د خپرېدونکي نفرت په تړاو او د هغوی د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وشوې.
همداراز په ناسته کې پر فلسطين روان ظلم د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو سخت وحشت او بربریت بلل شوی دی.
په یاده غونډه کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو او د نړۍ مهمو خبري اژانسونو د مسولينو ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان مشر او د فلسطين د رسنيو وزير هم ګډون کړی و.