د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست تېره شپه د دې ریاست په تفریحي پارک کې له پاکستانه د بیرته راستنیدونکو افغان کډوالو د هر کلي په پار د “رنګین ماښام” په نوم مشاعره جوړه کړې وه، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزیزي په ګډون د یاد ولایت شاعرانو، فرهنګپالو، اديبانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو پکې ګډون کړی و.
د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي؛ چې پاکستان د هر ډول نړیوال نورمونو خلاف افغان کډوالو په جبر ویستلي او دا د پاکستاني نظام د قساوت او ظلم انتها ده.
نوموړي د پاکستان د ولس،علماوو، سیاسیونو او نورو پرګنو ستاینه کړې، چې کډوالو په ضد یې د خپلو واکمنو پریکړه ناروا او ناسمه بللې.
فرهنګي مرستیال پر نړیوالو او داخلي مرستندویو ادارو د یادو کډوالو د لاسنیوي په پار غږ کړی.
مولوي عتیق الله عزیزي د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسولینو مننه کړې؛ چې د بیرته راستانه شوي کډوالو د هرکلي په پار یې یاده مشاعره جوړه کړې او د یاد ولایت د شاعرانو، فرهنګیانو او اديبانو احساس قدرداني يې کړی.
مشاعره په ازاده فضا کې ترسره شوې، چې په شعرونو کې تر ډیره د افغان کډوالو په حق کې د پاکستاني نظام ظلمونه او یادو کډوالو ته بیرته ښه راغلاست پیغامونه پکې وو.