د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست په نوښت په یاد ولایت کې د امریکايي اشغالګرو او مزدورې ادارې د وحشتونو په اړه د مستندو بېلګو او د هغو ارزونې تر نامه لاندې علمي سيمينار وړاندې شو، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزیزي سربیره د ننګرهار ولایت مخورو قومي مشرانو، لیکوالانو، ادیبانو، ولایتي مسولینو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و.
د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس قاري نور محمد حنیف ویلي؛ افغانانو د امریکا او ناټو په مقابل کې د امارت تر سرپرستې لاندې په خورا میړانه قربانې ورکړي او په هغو کې د هېواد د هر قشر سره ارتباط لرونکو افغانانو برخه لرله چې تاریخي حماسې او کارنامې یې باید ثبت کړل شي.
ورپسې د علمي سيمينار غړو چې د تر ډیره یې د ننګرهار پوهنتون استادان و، خپلې مقالې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې په هر اړخیز ډول یې د امریکايي اشغالګرو د وحشتونه او ظلمونه مهمې پېښې مستند کړې وې.
مولوي عتيق الله عزیزي ویلي؛ دغه ډول علمي سمینارونه زیات اهمیت لري زمونږ د ولسونو قهرمانې او رشادتونه پکې راژوندي کیږي او د تاریخ په زرینو کرښو لیکل کیږي.
دا ډول سيمينارونه زمونږ راتلونکي نسل ته روښانه کوي، چې د هغوي اسلافو په څومره میړانه او همت د اشغالګرو په وړاندې په تش لاس تاریخي مبارزه کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ د علمي سيمينارونو په بیا بیا دایرولو سره موږ کولای شو دلته د امریکې، ناټو او داخلي جاسوسانو کړي وحشتونه خپل ولسونو ته ښکاره کړو.
ښاغلي عزیزي ویلي؛ اطلاعات کلتور وزارت هڅه کوي د امريکايي وحشتونو او د هغو د اشرباڼو جنایات د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دغسې سمینارونو په ترڅ کې راټول او مستند کړي.
د هنر او کلتور مرستیال ویلي؛ د اطلاعات کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو لوی ریاست جوړ کړی او د یوې منظمې کړنلارې په شکل به دتېرو ۲۰ کلونو مهمې پېښې په مستند ډول را ټولې کړي.