د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي”په بهرني سیاست کې د افغانستان د بې طرفۍ ښېګڼو“ تر سرلیک لاندې څېړنیز سیمینار کې، چې د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري جوړ شوی و، ګډون او وینا کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغه څېړنیز سیمینار د جوړولو له امله د افغانستان علومو اکاډمۍ ریاست او مسولینو څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې د داخلي او بهرنیو څېړونکو په شتون کې د هېواد د بېلابېلو مسایلو په اړه د څېړنو ترسره کولو په موخه د دغه ډول سیمینارونو جوړول مهم او ضروري بللي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل؛ په بهرني سیاست کې د بې طرفۍ اصل ته پام په هېواد کې د پایداره سولې او امنیت د تثبیت او د ګاونډیو، منطقوي او نړیوالو لوبغاړو پر وړاندې د شخړو د پوتانشیل د مخنیوي یو مهم میکانیزم دی.
که تاریخ ته مراجعه وکړو افغانستان په لومړي نړیوال جنګ کې خپله بې طرفي اعلان کړه او د لومړي نړیوال جنګ له ختم او له برتانیې څخه د خپلواکۍ له اعلان وروسته یې خپله بې طرفي وساتله.
دې بې طرفي په دویم نړیوال جنګ کې ادامه پیدا کړه او د افغانستان دې بې طرفي ته په کتود نورو بې طرفه هېوادونو په ګډون د ۱۹۵۵ کال په اپریل کې د ناپېیلو هېوادونو سازمان جوړ شو، چې د افغانستان د بې طرفي او استقلال بیانوونکی دی، اما په هېواد کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره دا بې طرفي له منځه لاړه او افغانستان عملا د شوروي په جبهه کې قرار ونیوه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، په تېرو ۲۰ کالو کې د ناټو او د هغوی د شریکانو له لوري د افغانستان له اشغال سره هېواد ته زیات زیانونه اوښتي، زیربناوې تخریب شوې، له بهر څخه د افغانستان د بیارغاونې په نوم واردې شوې او همدارنګه داخلي سرچینې څو مشخصو کسانو ولوټلې.
نوموړي څرګنده کړې، په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته سراسري سوله او امنیت تامین، اداري فساد ختم، د نشه یي توکو کښت، سوداګري او قاچاق ممنوع شو.
د بېلابېلو ارقامو په اساس له درې څخه تر پینځه میلیون پورې د روږدو له جملې څخه یو میلیون یې ښځې او ماشومان وو، چې اسلامي امارت راټول او د هغوی درملنه یې وکړه.
سوالګر راټول او د اړمنو لپاره کفالت او تخوا وټاکل شوه.
د قوشتیپې کانال، د سالنګ تونل او کابل – کندهار لویې لارې بیارغاونه او په هره ولسوالۍ کې د چک ډیمونو جوړولو انکشافي پروژې پیل او پلې شوې.
همدارنګه ښاغلي حنفي ویلي؛ اسلامي امارت غواړي افغانستان یو خپلواک او بې طرفه هېواد پاتې شي او د هیڅ نظامي اتلاف غړی نشي، ځکه تاریخ ښودلې هرکله چې افغانستان د یو ایتلاف غړی شوی، د نورو له لوري ورباندې برید شوی او هېواد ته یې هیڅ ګټه نه ده لرلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ اسلامي امارت له ګاونډیو، د سیمې او له سیمې ور اخوا هېوادونو سره په متقابل درناوي او تعامل ولاړې نېکې او حسنه اړیکې غواړي، د هغوی حاکمیت ته درناوی لري او د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
همدارنګه له هغوی هم غواړي، چې د افغانستان حاکمیت ته درناوی ولري او زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي؛ لکه څنګه چې موږ خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوو، زموږ ګاونډیان دې هم پراخ نظر ولري او خپله ابادي دې زموږ د هېواد په تخریب کې نه لټوي، موږ غواړو چې ټول اباد اوسو.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، په هېواد کې ټول افغانان د وروڼو په توګه ژوند کوي او د اسلامي شریعت په اساس د ټولو حقونه خوندي دي.
په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو وطندارانو ابرو، کورنۍ، ملکیت او عبادتځایونه د اسلامي امارت تر سیوري لاندې خوندي دي.
همدارنګه یې له هغو افغانانو څخه چې په هر دلیل له هېواده بهر تللي دي، غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او ابرومندانه په خپل هېواد کې ژوند، کار او فعالیت وکړي او اسلامي امارت د هغوی د سر او مال امنیت تامینوي.

