ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني پکتيا کې د يوه جامع جومات پرانیسته وکړه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پکتیا په شواک ولسوالي کې د “یونس” جامع جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه جومات چې د کورنیوچارو وزارت رهبرۍ په سپارښتنه او د یوه سوداګر له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی، پر يوه وخت د څلور سوه لمونځ کوونکو ظرفيت لري.

د دې غونډې په پيل کې قومي مشر مولوي رحمت الله، خليفه صاحب ته د هرکلي ترڅنګ، د هېواد رغنيزو چارو په برخه کې د ښاغلي حقاني ھڅې ستايلې او ویلي یې دي، چې د هېواد ازادي په موخه د مبارزې له بريا وروسته د اسلامي امارت ټول مشران د هېواد رغونې او قومونو ترمنځ يووالي رامنځته کېدو پياوړی هوډ لري.

همداراز قومي مشر حاجې دلاور د یاد جومات جوړویدو په پار خوښې ښودلې او ویلي یې دي، چې ولس د مسولینو له لوري د ابادۍ له چارو خوښ دی او دغه لړۍ په بريا سره مخ پر وړاندې روانه ده.

د پکتيا مرستيال والي شيخ انعام الله ویلي، چې موږ د هېواد او هېوادوالو اړتیا احساسوو، د ولس د ستونزو هواري او د هېواد ابادي مو مسووليت ده.

خلیفه سراج الدین حقاني دې غونډې ته په وينا کې د ولس او قومونو پر يووالي ټينګار کړی او ویلي یې دي؛ په داسې حال کې چې یرغلګرو سره د مبارزې پرمهال بهرنیو موږ ته د وطن ورانوونکو خطاب کاوه، خو اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو په پلې کېدو سره دا په ډاګه کړه، چې امارت د هېواد ورانوونکی نه بلکې جوړوونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د جهاد په برکت او ولس په ملاتړ د هېوادوالو او نورو اهل خیر مسلمانانو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې رغنیزې چارې دوام لري.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ امير المومنين صاحب د حج او اوقافو په ګډون يو شمېر وزارتونو ته لارښوونه کړې چې مسافرو او عامو هېوادوالو ته د آسانتيا رامنځته کېدو په موخه د لویو لارو او حلقوي سړکونو په اوږدو کې جوماتونه ورغوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ سره له دې چې لاهم يو شمېر لوري د اسلامي امارت په ارادې تور پورې کوي، خو تاريخ به ولس سره د اسلامي امارت رښتينولي او بې کچې مينه ثابته کړي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛”مونږ خپله خوشحالي ملت ته ور بښلې، د يتيمانو په ليدو مو خوښي کډه وکړي، که مو درنه قرباني ورکړه، خو د خدای تعالی په فضل سره مو د هېواد خپلوکي وګټله.”

نوموړي دغه‌راز ویلي، چې موږ په لویو خبرو او ژمنو نه، بلکی پر دین د ننګې، نېک چلند او نرمۍ له کبله آمرين ټاکل شوي یوو.

ټینګار یې کړی، چې څومره متحد او منسجم واوسو هومره به مو دښمنان مغلوب وي.