ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د ورزش ادارې له لوري کلنۍ سپورټي مېله پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ او د هېواد د ورزشي ادارې د رهبرۍ له لوري په دې ولایت کې د کلنۍ مېلې سپورټي اوونۍ پرانیسته وشوه.

په دې سپورټي مېله کې له همڅنګو ولایتونو او ولسوالیو څخه د والیبال، کرکټ، تکواندادو، فوټبال او جمناسټیک بېلابېلو مخکښو لوبډلو او لوبغاړو ګډون کړی وو، چې نندارې ته یې د ورزش ګڼ مینه وال، مشران او ځايي اوسېدونکي راټول شوي وو.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمدالله وثيق د دې پروګرام په پیلېدو خوښي وښوده او په خپلو خبرو کې يې ځوانان ورزش ته وهڅول او همداراز یې د روغ تن لپاره د ورزش پر پاللو ټینګار وکړ.

 نوموړي همدارنګه یادونه کړې، چې اوس تر بل هر وخت ورزش ته ډېره پاملرنه شوې ده او هڅه کوي څو په ټول هېواد کې د ورزش په بېلابېلو برخو کې اړین پرمختګونه رامنځته کړي.