ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زرګونه کابل ښاریانو د فلسطیني وګړو په ملاتړ او د اسرائیلو په مخالفت لاریون وکړ

زرګونه کابل ښاریانو پرون جمعه د یوه لاریون په ترڅ کې پر بې‌دفاع فلسطینیانو د اسرائیلي رژیم بریدونه وغندل او د فلسطین له خلکو یې ملاتړ اعلان کړ.

یادو لاریون کوونکو پر غزه د صهیونیستي رژیم دوامداره بریدونه او بمبارۍ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلي او ژر تر ژره یې د بندېدو غوښتنه کړې ده.

دوی د نړۍ له ټولو مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطین او بیت‌المقدس مسله د ټول اسلامي امت مسله وبولي او پر خپلو دولتونو فشار راوړي، چې له فلسطین څخه ملاتړ وکړي.

لاریون کوونکو په یوه پرېکړه لیک کې غزه کې د اوربند مخالفت کوونکې امریکا غندلې او دا یې د فلسطین په وګړو د دوی ښکاره تېری بللی دی.

د افغان ازادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت‌الله مجددي د لاریون د ګډونوال په توګه ویلي، چې صهیونیستي رژیم غزه کې د خبریالانو، ښځو او ماشومانو په ګډون بې‌شمېره بې‌ګناه خلک شهیدان کړل او دا لړۍ لا روانه ده، خو نړۍ چوپ ده.

لاريون کوونکو د فلسطین د خلکو په ملاتړ غږ اوچتول د ټولو مسولیت ګڼلی او په دې اړه یې د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې ده.

دوی پر غزه تړانګه د خوړو، برېښنا او اوبو بندېدو په تړاو سخت اعتراض کړی او دا کړنه یې د بشریت پر ضد ستر جنایت بللې ده.