ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغلان ولایت کې ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري او د وزلوبې فدراسيون استازولي په همکارۍ او لارښوونې د ياد ولايت په مرکزي بغلان “گرد آب” سيمه کې د کندوز، تخار، سمنگان او بغلان ولايتونو په گډون د ۸۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې.

د سيالۍ په پای کې دوه اخر اولاق د مېدان حکم لخوا اعلان شول، چې داد الله پهلوان خوستي، د حاجي باقي عیسی خېل په آس له بغلان نه او برات بهلوان،‌ د رييس بدلبای رجب زاده په آس له کندز نه خوسکي تر حلالې دایرې پورې ورسول او په دې توگه د ډاليو ګټونکي اعلان شول.

په دغه سيالۍ کې د‌ ولاياتو سپورټي مسؤلينو، قومي مشرانو او گڼ شمېر د وزلوبې مينوالو گډون کړې وو.