ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي ارزښتونه او د وطن جوړول او پرمختګ د دې هېواد د ځوانانو پر غاړه دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جامعه رياض العلوم کابل دستاربندۍ مراسمو کې ګډون او وينا کړې.

په دې مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال په پيل کې د جامعه رياض العلوم کابل رهبرۍ او استادانو څخه د دې مراسمو برابرولواو د هېواد د بچيانو د روزنې له امله مننه کړې او د دې مدرسې ټولو فارغانو او د هغوی کورنيو ته يې مبارکي ویلي.

 مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت د ښوونځيو او ديني مدرسو ترمنځ د فاصلې لمنځه وړلو لپاره کار کوي او له همدې امله هڅه کوي، ترڅو راتلونکی نسل د اسلامي عقايدو او افکارو په لرلو سره عصري علوم هم زده کړي.

 د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز څرګنده کړې، د ټولنې پوه او تعلیم لرونکي قشر د هېواد د بچيانو د روزنې او د عمومي اذهانو د روښانولو مهمه دنده پر غاړه لري.

نوموړي د یادې مدرسې له ټولو فارغانو غوښتي، ترڅو تل د ديني او عصري علومو زده کړې هڅه وکړي او د هېواد د پرمختګ په برخه کې خپل رول په ښه ډول ترسره کړي.

 ښاغلي حنفي د خپلو خبرو پای کې ویلي، د اسلامي ارزښتونو او د وطن د جوړولو او پرمختګ مسوليت د دې هېواد د ځوانانو پر غاړه دی.