ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر: له انساني حقوقو څخه د عثمان خواجه ملاتړ بد عمل نه و

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پیټ کمېنز تېر ماښام د دغه هېواد په ملبورن ښار کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د غزې په اړه د دغې لوبډلې د مسلمان لوبغاړي عثمان خواجه له لوري د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې د هغه ننګه کړې.

کمینز ویلي، چې ټول انسانان د ژوند کولو یو ډول حق لري او له انساني حقوقو څخه د عثمان خواجه ملاتړ بد عمل نه و.

۳۶ کلن عثمان خواجه د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري تېره اونۍ په لوېدیځه اسټرالیا پرت ښار کې د پاکستان خلاف ټسټ سیالۍ کې پرېنښودل شو، چې د غزې او فلسطین پر ملاتړ په خپل بېټ، بوټونو او یا د بدن کومه بله برخه کې شعارونه نصب کړي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د روانې جګړې او د صهیونستي پوځونو د روانو ظلمونو نن دوشنبې ۸۰ مه ورځ ده او تر دا مهاله په کې تر ۲۰ زرو زیات د غزې اوسېدونکي شهیدان شوي دي.