ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

 دوشنبه د ۱۱/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۴/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

 د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د تورخم له لارې ۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۲۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له تورخم څخه ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۹تنه و، جلال آباد، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په تورخم کې ۱۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  د تورخم په کمپونو کې دوه زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۸۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:

 کمپلې، فرشونه، بړستنې، ګازي بخارۍ، ۶۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په تورخم کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، ۴۳ تنه غریبکار او ۵۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۱۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدارنګه یادې کمېټې دوه تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د سپین بولدک له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۶ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۵۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸تنه و، کندهار، اورزګان، هرات او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په سپین بولدک کې ۵۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۲۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۵۷۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه:  په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۶۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه دیني عالمان، دوه تنه حافظان، ۱۵۷ تنه غریبکار او ۴۷ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۱۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدارنګه یادې کمېټې دوه تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

زابــــل

شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له شملزو لارې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې نهه تنه و، د شملزو ولسوالۍ بېلو بېلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

پکتیا

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په پکتیا کې ۵۲ کورنۍ د حضرت ابوبکر صدیق رض د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ هېواد ته راستانه او ثبت شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له آنګور اډې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰ تنه و، خپلو اړونده سیمو ته لیږدول شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په آنګور اډه او ښرنه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۲۷خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په آنګور آډه کې ۲۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په آنګور اډه کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز دوه زره او ۷۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له نهه کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په نیمروز کې ۳۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۱۳۵ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په هرات کې ۳۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲ تنه و، سرپل او تخار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۱۱ زره افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:              ۱۴۵ کورنۍ او ۵۰۲ غړي

ټول لېږدول شوي کډوال:          ۶۳ کورنۍ او ۳۳۰ غړي

ټول مرسته شوي کډوال:           ۶۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:         ۱۴۳کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوال:            ۳۸۳ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:             ۵۱۰ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا