ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر: د هېواد کادرونو له وړتیاوو به د افغانستان په اساسي رغونه کې ګټه اخیستل کیږي

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا له غړو او د څانګو له امرینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا غړو د لویې جرګې خیمه کې د غونډو پر مهال د محصلینو د رخصتېدو، په یاد پوهنتون کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د تېر شوي سړک او ملي تدارکاتو انستیتوت شتون، د ټولګیو او کتابتون لپاره د معیاري ودانیو د کمښت ستونزې شریکې کړې.

همدا راز یې وړاندیز کړی، چې د هېواد په سترو او کوچنیو پروژو کې د دغه پوهنتون له استادانو سره مشورې وشي او د محصلینو د عملي کارونو لپاره لا زیات فرصتونه رامنځ ته شي.

د علمي شورا غړو زیاته کړې، چې کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوق لېسانس نویو پروګرامونو د رامنځته لپاره د شرایطو په برابرولو کار کوي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون مسولینو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د رییس الوزرا د حکم پر اساس به تر دې وروسته کوچنۍ ناستې د لویې جرګې په خیمه کې نه جوړیږي او د محصلینو په درسونو کې به ځنډ نه راځي.

دغه راز د یاد پوهنتون مسږلینو ته یې ډاډ ورکړی، چې د ۳۰۰ بستریز روغتون او ملي تدارکاتو اړوند ستونزو په اړه به له مسولینو سره خبرې وکړي.

سرپرست وزیر د پولي تخنیک پوهنتون مسولینو له لوري د فوق لېسانس پروګرامونو د رامنځته کولو هڅې او د استادانو د زیات تدریس ستاینه کړې او په دې برخو کې یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غړو سره ژمنه کړې چې د اسلامي امارت له سکتوري وزارتونو او ادارو سره به د هغوی اړیکې جوړوي او د دوی له استعدادونو به د هېواد په اساسي رغونه کې ګټه اخلي.

همدارنګه شیخ ندامحمد ندیم د څانګو له امرینو سره  په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او سپارښتنه یې ورته وکړې، چې له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړي، د استادانو او محصلینو ستونزې حل او یووالي ته یې راوبولي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون اته پوهنځی او ۳۲ ډیپارټمنټونه لري، چې هر کال سلګونه انجنیران ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.