ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د سپورټ او منل شويو عنعناتو ملاتړ کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان د وز لوبې پنځم پړاو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بدنې روزنې او سپورټ لوی ریاست او د وز لوبې فدراسیون له مسولینو او رهبري پلاوي څخه د دغو سیالیو د جوړولو له امله مننه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي ورزش له روږدي کېدو څخه د مخنیوي او سالمې ټولنې د رامنځته لپاره اغېزمن بللی او ویلي يي دي؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمند دی، چې د ورزش، منل شويو عنعناتو او ټولو ګټورو اعمالو ملاتړ وکړي، ترڅو زموږ هېوادوال او ځوانان له روږدي کېدو او دغه راز له ټولو هغو اعمالو څخه چې د افغان ملت او ټولنې لپاره پر زیان دي، مخنیوی وکړي.
نوموړي د وز لوبې د دې پړاو په سیالیو کې ټولو ګډونوالو ټیمونو ته د بریا ترڅنګ له دوی غوښتي، چې په سالمه او دوستانه فضا کې خپلې سیالۍ ترسره او له ناسالمو سیالیو ډډه وکړي.