افغان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې له سیالې لوبډلې د ۱۱ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
په دې سره دواړه لوبډلې یو پر یو مساوي شوې.
د دې لوبې پچه اماراتو وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سره یې افغانستان ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره په توپاچونه کې قیس احمد او عظمت الله عمرزي دوې-دوې او فضل حق فاروقي او محمد نبي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړې.
په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې په ۱۱ منډو لوبه بایلوله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د یادې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ د جدې پر ۱۲مه نېټه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.