ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې له قومونو سره د همغږۍ او یووالي غونډه وشوه

د قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د خوست ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد اخوند، د یاد ولایت مرستیال والي محبوب شاه قانت، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شیخ حضرت ولي حقاني، د اداراتو مسولینو، قومي مشرانو او دیني عالماوو ګډون کړی و.

په پیل کې مرستیال والي ښاغلي قانت ویلي؛ د افغانستان مجاهد ولس نړۍ ته وښودله، چې هیڅوک به په زور او جبر دا خاوره اشغال نه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس ددې وخت را رسېدلی دی چې افغانان دا هر څه خپله وساتي.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس ښاغلي حقاني خلکو ته د ډاډ په ورکولو سره ویلي؛ د حکومت ټوله رهبري په دې هڅه کې ده چې د ولس ستونزې حل کړي.

د نوموړي په وینا؛ موږ د تېر کال په اوږدو کې د خلکو تر منځ سلګونه شخړې حل کړې، چې دا د ټولو اداراتو د کار کولو یو ښه مثال دی.

قومي مشرانو او علماوو غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې دوی د هېواد له قلمرو، اسلامي مقدساتو، کلتور او اراضي څخه ساتنه کړې ده، لا هم په دې برخه کې خپله قرباني ورکوي او د موجوده نظام ننګه کوي.

دوی زیاته کړې؛ هغه ستونزې چې په تېر حکومت کې د قومونو د جوړښت د له منخه وړلو لپاره رامنځته شوې وې د اسلامي امارت په راتګ سره له منځه تللې او د مسولو ارګانونو له لوري یې د هوارېدلو هڅې روانې دي.

په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ مرستیال ښاغلي عابد اخوند ویلي، چې د نړۍ له دومره بندیزونو سره سره هېواد کې بیارغونه، اقتصاد او امنیت د اسلامي امارت هغه ګامونه دي، چې په ډېری پرمختللیو هیوادونو کې یې بیلګي نه لیدل کېږي.

نوموړي خلک اتفاق ته را بللي او زیاته کړې یې ده؛ که د افغانستان د ولسونو تر منځ همدا اتحاد موجود وي، د نړۍ هېڅ هېواد به بیا په افغانستان د یرغل لپاره زړه ښه نه کړي.