ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر له مولانا فضل الرحمن سره په لیدنه کې؛ اسلامي امارت په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کابل ته د مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي د راتګ هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې کابل ته د نوموړي سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په تحکیم او د سؤتفاهماتو په راکمولو کې موثر واقع شي.

مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو له کوربتوب او له افغانانو سره د شوروي اتحاد ضد جهاد دور کې د پاکستان له مرستې څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان اسلامي جمهوریت سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکي غواړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه به هېچاته خطر او ګواښ متوجه نشي او د رسنیزو ادعاوو او پروپاګند پر ځای غوره دا ده، چې په واقعیتونو بحث وشي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلن او په اجباري ډول د هغوی ایستل دې بند شي او افغان کډوالو ته دې اړینې اسانتیاوې برابر شي.

محترم مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې، چې مولانا فضل الرحمن او مل پلاوی د اسلامي امارت روښانه پيغام اسلام اباد ته ولېږدوي، چې اسلامي امارت په سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکی دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

ورپسې د راغلي پلاوي مشر مولانا صاحب فضل الرحمن کابل ته په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دواړه اسلامي هېوادونه ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

دغه‌راز موږ باید د یو بل لپاره د نفع میدانونه جوړ شو او یو له بل سره تعاون وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غندو، دا ملتونه یو له بل سره ګډ مشترکات لري. زموږ مقصود دا دی چې شته تعلقات د دواړو هېوادونو په مشترکاتو استعمال کړو.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي راغلي وفد ته هرکلی ویلی او د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه یې بشپړ معلومات ورکړي.

په دې ناسته کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او نورو غړو کابل ته په راتګ خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په رغښت او د ستونزو په حل ټینګار کړی دی.