ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه وشوه

د قومونو او قبایلو چارو وزارت غزني ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ په پار یوه ستره ولسي غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد اخند، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شیخ حضرت ولي حقاني، د یاد ولایت والي حافظ محمد امین عمري، مرستیال والي، د اداراتو مسولینو، سلګونه دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د تېرې ادارې فساد ته په اشارې سره ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو حقوق او ملي شتمني لوټ شوې وه.

دغه‌راز یادو علماوو د اسلامي امارت په راتګ سره د قومونو تر منځ د شخړو او جګړو په حل کولو او د بې اتفاقیو له منځه وړلو باندې خوښي څرګنده کړې ده.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس ښاغلي حقاني راغلیو مشرانو ته ویلي، چې الحمد لله اوس په وطن کې اسلامي نظام قایم دی، د هېوادوالو حفاظت زموږ فریضه او د قومونو تر منځ اتفاق زموږ دنده ده.

په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین عابد اخند ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هر څه خوندي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان شل کاله جنګونو ځپلی او ویجاړ کړی، جوړول به یې طبعا وخت اخلي، خو د اسلامي امارت د مشرانو هڅې دا هیلې راکوي، چې په لنډ وخت کې به یو پر مخ تللی افغانستان ووینو.