ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د هرات له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لېدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لېدنه وکړه.

نوموړي د هرات ولایتي ریاست کې جوړې شوې غونډې ته وینا کړې او ویلي یې دي، چې ولس خدمت او کار ته اړیتا لري، څومره چې مو توان وي ځان ترې درېغ نه کړئ.

نوموړي زیاته کړې، چې ولس کلونه کلونه تېر ایستل شوی و، هېڅ د پام وړ خدمت نه دی ورته شوی موږ باید په پوره ژمنتیا د ولس هیلي او ارمانونه پوره کړو.

ښاغلي خیرخواه ویلي؛ کوم امکانات چې په لاس کې لرو باید پوره استفاده ترې وکړو، ترڅو راسپارل شوی مسولیت مو په ښه توګه سرته رسولی وي.

دغه‌راز چا ته هېڅکله باید ونه ګورو، خپل وطن به د الله تعالی په مرسته په خپلو مټو پر پښو دروو.

په پای کې یې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه او را منځته شوي نوښتونه ستایلي دي.