ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ: له راشد خان او ویرات کوهلي پرته نن د افغانستان او هند ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي

نن پنجشنبه مرغومې۲۱ ماښام د کابل پر وخت شپږ بجې د هند په موهالي کې د افغانستان او هند د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لړۍ پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي؛ چې افغان لوبغاړو دغو سیالیو ته چمتو دي او تمه ده، چې ښې لاسته راوړنې به ولري.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي څو ورځې مخکې هند ته رسېدلي او د ټاکلو لوبو لپاره یې تمرینات ترسره کړي.

په دغو سیالیو کۍ افغان ستوری راشد خان د عملیاتو د ترسره کولو له امله او د هند تکړه توپوهونکې ویرات کوهلي د کورنیو ستونزو له امله یوازې په نننۍ لوبه کې نشته او ټاکل شوې په دوو نورو لوبو کې ولوبېږي.

افغانستان دغو سیالیو ته د ۱۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی او هند بیا د روهیت شرما په مشرۍ د ۱۶ لوبغاړو نومونه خپاره کړي دي.

افغانستان تر دې دمه له هند سره په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې څلور ځلې مخ شوی، چې ټولې یې هند ګټلې دي.

د یادې لوبلړۍ دویمه لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴ نېټه ترسره شي.